د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

ناټو افغانستان کې د ماينونو د شنډولو لپاره کافي روزونکي نه لري


د ناټو چارواکي وايي د ځاى پر ځاى شويو بمونو د شنډولو په برخه کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د روزونکو له کموالي سره مخامخ دي او له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره به د چاودنو له کبله د تلفاتو شمېر زيات شي.

په افغانستان کې د ناټو د پوځي روزونکو کموالى به د دغو ځواکونو له وتلو وروسته، د ماينونو او بمي وسيلو د شنډولو په برخه کې افغان سرتېرو ته ستونزې زياتې کړي.

په افغانستان کې د ناټو د روزونکي ماموريت مرستيال قوماندان کاناډايي جنرال جيم فيرون له واشنګټن ټايمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، دا ورته د اندېښنې وړ مسئله ده.

په کور کې جوړې شوې بمي وسيلې افغان او ناټو ځواکونو ته زيات تلفات اړوي او شنډول يې خاص مهارت ته اړتيا لري.

د جنرال فيرون په وينا، ناټو دې موضوع ته جدي پام اړولى، خو کافي پرسونل نه ورته لري. دى وايي، دا چې هر سرتېرى د دغو بمي وسيلو له کبله وژل کېږي يوه تراژيدي ده، خو په دغسې پېښو کې د بېګناه ماشومانو وژنه د انسان زړه ته ټکان ورکوي.

دى زياتوي، دې ستونزې ته په پام سره ناټو نه ده توانېدلې په دې برخه کې زيات متخصصان افغانستان ته ولېږي چې خپل افغان ملګري وروزي.

د ناټو روزونکو د دغو بمونو د شنډولو لپاره د افغان سرتېرو په روزنيز پروګرام کې د نهو اوونيو لپاره کورسونه هم شامل کړي، دغه راز افغان سرتېرو ته په يومياشتني روزنيز پروګرام کې دا زده کړه ورکول کېږي چې په کور کې جوړ شوي بمونه څنګه کشف او شنډ کړي.

ورځپاڼه ليکي، په افغان اردو کې ماهر کسان په دې ساحه کې تر شپږو مياشتو اوږدمهالي کورسونه بشپړوي او که څوک دغه روزنيزه دوره په برياليتوب سره تېره کړي، د روزنيزو ډلو لارښوونه ورسپارل کېږي.

خو واشنګټن ټايمز ورځپاڼه د متقاعد جنرال جک کين له قوله، چې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان عالي سلاکار دى، ليکي چې ويلي يې دي، له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره به هغه مسلکي کسان هم ووځي چې د ماينونو او په کور کې د جوړو شويو بمونو د شنډولو مهارتونه لري، په دې صورت کې به د دغو بمونو د کشف او شنډولو لپاره د افغان ځواکونو امکانات محدود شي.

ظاهر عظيمي
ظاهر عظيمي
خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ازادۍ راډيو ته وويل دوى د ملي اردو دې ستونزې ته پام اړولى او تر ٢٠١٤م کاله پورې کافي وخت لري:

”نړيوالې ټولنې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې ورکولو ژمنه کړې چې تر ٢٠١٤م کال وروسته به هم دا لړۍ روانه وي. تر هغې مودې پورې کافي وخت لرو، تر دې مهاله پورې هڅه کوو په روزنيزه برخه کې خپلې نيمګړتياوې بشپړې کړو”

واشنګټن ټايمز ورځپاڼه ليکي، دا مهال د سړک د غاړې ٧٠ فيصده بمونه د ناټو د سرتېرو له خوا کشف او له منځه وړل کېږي، خو پاتې ٣٠ فيصده نور په کافي اندازه تلفات اړوي.

د هغه څېړنيز راپور له مخې چې د امريکا کانګرس ته برابر شوى، د روان ميلادي کال له جنورۍ تر مې مياشتې پورې ٤٦٩ تنه افغان سرتېري د سړک غاړې بمونو په چاودنو کې وژل شوي، په همدې موده کې د ناټو د سرتېرو تلفات ١٨١ ته رسېږي.
XS
SM
MD
LG