د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

په غزني کې چاودنې پېنځه تنه پوليس مړه او ټپيان کړل


په غزني ولايت کې د پوليس پر موټر چاودنه شوې چې له امله يې پېنځو تنو پوليسو ته مرګ ور اوښتې ده. چاورواکي وآيي چاودنه د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماين د چاوېدېدو له امله شوې ده.

چاودنه نن تر غرمې مخکې د غزني ښار په قلعه يې جوز سيمه کې د عامه نظم د پوليسو په يو رېنجر موټر شوې ده چې له امله يې تر اوسه پورې دوه تنه پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د غزني د والي ويآند فضل محمد سباوون وايي چې چاودنه هغه وخت وشوه چې د پوليسو يو رېنجر موټرو د سړک پر غاړه پر يو ځای پر ځای شوي ماين وخوت.
دی وايي په پېښه کې دوه تنه پوليس ځای پر ځآی وژل شوي او درې تنه ټپيان يې دا مهال روغتون ته لېږدول شوي دي:

"څو شېبې مخکې د نظم عامې يو رېنجر موټر په قعه جوز کې پر ماين ختلی دی چې پکې درې تنه پوليس ټپيان شوي او دوه تنه وژل شوي دي. په دغه چاودنه کې د پوليسو موټر هم تخريب شوی دی. د لومړنيو مالوماتو په اساس چاودنه د سړک پر غاړه د يو ځای پر ځآی شوي ماين د چاوېدو له امله شوې ده."

د پېښې مسوليت وسله وال طالبان مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ويآند بولي وايي چې چاودنه د دوی ملګرو کړې ده او پکې يې اوو تنه ملي پوليس وژلي دي.

غزنی د هېواد مرکز ته څېرمه پروت ناامنه ولايت دی چې وخت ناوخته يې په لېري پرتو سيمو سربېره په ښار کې د ننه هم چاودنې او وسله وال بريدونه کېږي.
XS
SM
MD
LG