د روسيې د دفاع مرستيال وزير پرون له امريکا وغوښتل چې په افغانستان کې له ۲۰۱۴ وروسته د خپلو ځواکونو د حضور د څرنګوالي په اړه مالومات ورکړي.
روسي چارواکو تر دې پخوا هم ورته څرګندونې کړې وې.
روسي چارواکي له يوې خوا له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو پر وتلو اندېښنه ښيي او له بلې خوا د دغو ځواکونو د حضور له دوامه تشويش لري.
اناتولي انتونوف وويل، چې دی د ډله ييز امنيتي تړون کوم هېواد ته د امريکايي پوځيانو د لېږلو اړتيا نه ويني:
«د ډله ييز امنيتي تړون د غړيو هېوادونو په خاوره کې د امريکايي اډو جوړېدا ناممکنه ده، ځکه چې د ډله ييز امنيتي تړون غړيو په وروستيو کې پرېکړه وکړه چې دا کار يوازې هغه وخت ممکن دي چې د دې تړون غړي هېوادونه ورسره موافقه وکړي او زه د ډله ييز امنيتي تړون په هيڅ غړي هېواد کې د امريکايي پوځيانو د اډې اړتيا او دليل نه وينم.»
د ده په وينا د ډله ييز امنيتي تړون غړي خپل امنيت په خپله تضمينولي شي،ده له دې تړون په وروستيو کې د ازبکستان پر وتلو خواشيني څرګنده کړه، ويې ويل:
"زه په دې افسوس کوم چې ازبکستان په ډله ييز امنيتي تړون کې خپل غړيتوب لغوه کړ.
زه باور لرم هرڅومره ډېر هيوادونه چې د سيمې د امنيت لپاره په ګډه کار وکړي هومره ښه ده."