د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

"د کابل ښار په دروازو کې دې ښځینه پولیسې زیاتې شي"


په کابل کې یو شمیرخلک وايي، د کابل ښار په دروازو کې د ښځینه پولیسو کموالۍ، د دې لامل شوی څووسله وال مخالفین د بورقې او ښځینه کالیو څخه په استفادې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

په ځینو مواردو کې لیدل شوي، چې وسله وال مخالفین په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د انتحاري بریدونو او ورانکارو فعالیتونو د ترسره کولو په خاطر له بورقې او ښځینه کالیو څخه کار اخیستی دی.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې او د افغانستان له حکومت څخه یې غوښتي، څو د دغه شان بریدونو د مخنیوي په خاطر د تلاشی په ځایونو کې د ښځینه پولیسو شمیر زیات کړي.

د غو کسانو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د ښځينه پولیسو شتون په ځانګړي توګه د ښځو د تلاشی په برخه کې اړین بللی.

د راپورونو له مخې،امنیتي ځواکونو په څو مواردوکې داسې نارینه نیولي چې د بورقې او ښځینه کالیو څخه په ګټې اخیستو یې د ورانکارو بریدونو د ترسره کولو قصد درلود.

همدارنګه دغو ځواکونو په کابل کې له څو پیښو څخه چې مخالفینو هڅه کوله د بورقې او ښځینه کالیوڅخه په استفادې ترسره کړي،مخنیوی کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ، د ملي پولیسو او اردو په لیکو کې د ښځو شتون مهم او ګټور بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له آزادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل ،چې د پوليسو په جوړښتونو کې باید پنځه زره ښځینه پولیسې هم شاملې وي خو هغوي په دې توانیدلي چې تر اوسه پورې تر 1800 ښځینه پولیس ،ملي پولیسو ته جذب کړي:

(د افغانستان د ملي پولیسو د پالیسۍ له مخې،د پولیسو په جوړښتونوکې باید پنځه ښځینه زره پولیس وګومارل شي، تراوسه د کورنیو چارو وزارت توانیدلی چې ۱۸۰۰ خویندې دافغانستان په پولیسوکې وګوماري،دوی په بیلابیلو برخوکې د افغانستان د پولیسو په لیکوکې خپل فعالیت کوي.

له اداري شروع ترعملیاتو او په همدې ترتیب په هرې برخې کې چې اړتیا وي او هرمحل او هرې قطعې کې چې ضرورت وي، ښځینه پولیس د دندې د ترسره کولو په خاطر ګمارل شوي دي)


ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې دوي هڅه کوي څود ملي پولیسولیکو ته د ښځینه وو د هڅونې او جذبولولپاره هغوی ته ډېر امتیازات ورکړي .

ویل کیږي چې په افغانستان کې فرهنګي ، ټولنیزې او کورنۍ ستونزې ددې لامل شوي څو ډېرې لږې ښځې د پولیسو او ملي اردو له لیکوسره یوځای شي.
XS
SM
MD
LG