د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

"اوس هم مخالفین د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذ لري"


د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پوځي کارپوهان په دې نظر دي چې اوس هم د حکومت وسله وال مخالفین د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذ لري.

په روان کال کې پر بهرنیو ځواکونو د افغان امنیتي سرتیرو ۲۲ حملو ته په کتو، د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې لا هم وسله وال مخالفین په امنیتي ارګانونو کې نفوذ لري.

د ولسي جرګی غړي اسدالله سعادتي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا ډول حملې بهرنیانو ته دروند ټکان ورکوي او د دې لامل هم کیږي چې نړېوال په افغان ځواکونو بې باوره شي.

سعادتي پر نړېوالو ځواکونو د افغان سرتیرو حملې د دولت د مخالفینو کار بولي او په دې ډول حملو کې د فشار او اضطراب مسایل نه مني:

"هغه څه چې نړېوالو او ناټو ځواکونو ته ټکان ورکوونکي دي، هغه پر دوي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا حملې کول دي.

زه دا خبره ډیره لرې بولم، چې د دې اصلي لامل دي فشار او اضطراب وي.

په مجموع کې خبرې ډیرې لویې دي، دلته سیاسي او ایدیالوژیکي مسایل مطرح دي، په حقیقت کې هغه امنیتي ځواکونه چې پر بهرنیانو ډزې کوي د وسله والو مخالفینو له اغیزې څخه برخمن وي."


دغه اندیښنې وروسته له هغې راپورته کیږي چې ایساف ځواکونو تیره اونۍ وویل چې د روان کال له پیل راهیسې پر نړېوالو ځواکونو د افغان ځواکونو له خوا د ډزو یوویشت پیښې رامنځ ته شوي.

له دې سره سم پربهرنیو ځواکونو د حملو دوه ویشتمه پيښه د تیرې سې شنبې په مازدیګر د پکتیا په ښواک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه، چې د ځایي چارواکو په خبره د ملي اردو دوه سرتیرو یو امریکایي سرتیري وواژه او څلور نور یې ټپيان کړل.

د ایساف ځواکونو ویاند ګونټرکیتز وایي، دوي داسې حملې ډیرې جدي نیسي خو په دې ډول حملو کې ترډیره د وسله والو مخالفینو لاس لرل نه مني:

"موږ له دغو پیښو څخه هر یوه جدي نیولې او په دې اړه موڅیړنه کړې، هغه څه مو چې د څیړنو پرمهال موندلي هغه دا دي چې د دې ډول غمجنو پیښو لامل شخصي موضوع ګانې، فشار او داسې نور مسایل دي، د وسله والو طالبانو نفوذ په دې ډول پیښو کې لکه څنګه چې دوي ادعا کوي په ډیره ټیټه کچه کې دي."

د دفاع وزارت بیا وایي، چې اکثره دغه حملې افغان سرتیرو نه بلکې هغو وسلوالو مخالفینو کړي دي، چې د حملې په وخت کې یې د امنیتي ځواکونو له یونیفورم څخه استفاده کړی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي په دې وروستیو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو د دې ډول پیښو مخنیوی وکړي:

"د ناټو په نظامیانو باندې چې کوم انداختونه شوي دي، هغه د امنیتي ځواکونو په لباس کې ترسره شوي دی، نو که کومه پیښه داسې رامنځ ته شوې هم وي موږ یې نه ردوو ځکه چې مخالفین هم کار کوي، خو د دې لپاره چې د دې مخه په مکمله توګه ونیول شي، زمونږ د کشف، استخبارات او امنیتي دولت ریاست ټول په دې برخه کې کار کوي ترڅو دغسې پیښې رامنځ ته نه شي او که مشکوک کس موجود وي هغه د ملي اردو او امنیتي ځواکونو له لیکو وباسي."

خو د کورنیو چارو وزارت پرنړیوالو ځواکونو ورته حملې فردي پیښې بولي او وایي چې په هیڅ ډول د وسله والو طالبانو د نفوذ په معنی نه دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وایي:

"زه دا ډول پیښې نه ردوم خو دا په یوه شخص پورې تړلې حمله وي، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا چې دا ډول پیښې رامنځ ته شوي دا د دوی خپل کار دی او هیڅ شواهد نشته چې دوی دې له مخالفینو سره اړیکې ولري."

خو وسله وال طالبان ترډیره له دې ډول حملو وروسته ادعا کوي چې حمله کوونکی ددوی ملګری وو.

یو شمیر پوځي کارپوهان هم په دې باور دي چې په پولیسو او ملي اردو کې کې وسله وال مخالفین نفوذ لري او وایي، ددی کسانو موجودیت نړیوالو ځواکونو ته یو لوی ګواښ دی.

پوځي کتونکي جنرال عبدالواحد طاقت ازادي را‌ډیو ته وویل چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د جوړیدو پروخت خپل تشکیلات په ډیر تلوار سره پوره کړل او بې له شکه چې په همدې وخت کې مخالفین هم په کې ځای پرځای شوي دي:

"طالبان خو پریږده، زه وایم چې د القاعده د غړیو نفوذ به هم په وزارت دفاع او وزارت داخله کې څوک رد نه کړي،ځکه وزارت دفاع ترډیره وخته پورې اجازه نه ورکوله چې د ملي امنیت یو ریاست هلته کار وکړي، دغه وزارت دفاع او وزارت داخله په ډیرې عجلې سره جوړ شول او په ډیر سطحي نظر باندې ورته وکتل شول."

له دې سربیره په ځینو مواردو کې له وسله والو طالبانو سره د امنیتي ځواکونو یوځای کیدل هم هغه موضوع ده چې ځینې کارپوهان یې په امنیتي ځواکونوکې د وسله والو مخالفینو نفوذ بولي.

شااوخوا دوه اونۍ وړاندې د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کۍ د ملي پولیسو یوه دولس کسیزه ډله له طالبانو سره یوځای شوه چې د دغه ولایت امنیې قومندانۍ دغه پیښه تایید کړه خو دعلت په اړه یې څه ونه ویل.

اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG