د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

م.م: د مخالفینو له لوري وژنې څه باندې پنځوس فيصده زياتې شوي


د ملګروملتو له يوه راپور سره سم د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د هغو کسانو، چې له حکومت يا ناټو پوځيانو سره کار کوي، وژنې څه باندې پنځوس فيصده زياتې شوي دي.

د م.م. د راپور له مخې، چې په افغانستان کې د روان ۲۰۱۲ ميلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو تلفات يې د تېر کال له ورته مودې سره پرتله کړي، د جنورۍ له لومړۍ د جون تر دېرشمې پوري ټولټال ۲۵۵ ملکيان په قصدي يا هدفمنو حملو کې وژل شوي او ۱۰۱ نور ژوبل شوي دي.

راپور وايي، چې په مجموع کې د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۵۳ قصدي يا هدفمنې وژنې ډېرې شوي دي.

راپور په عين حال کې په جګړه او بمي حملو کې د ملکيانو د تلفاتو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې پنځلس کم ښيي.

د سږکال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر دېرشمې پوري يوولس سوه پنځه څلوېښت ملکيان وژل شوي دي، حال دا چې تېر کال په ورته موده کې نولس سوه څلور پنځوس تنه وژل شوي ول.

خو چارواکي وايي چې په جګړو کې د تلفاتو د کمېدو علت ښايي د امنيتي وضعيت له ښه کېدو سره ارتباط ونه لري بلکې سړه هوا سبب شوې وي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله پنځلس فيصده لږ تلفات واوړي.

د ملګروملتو راپور وايي چې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري بمي چاودنې، ځانوژونکې حملې او د ماين چاودنې د ملکيانو د مرګ ژوبلو تر ټولو لوي عوامل دي.

د ملګروملتو راپور د افغان امنيتي ځواکونو او ناټو پوځيانو له لوري ملکيانو ته اوښتي تلفات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې لس کم ښوولي دي.

د ملګروملتو د سرمنشي د استازي په وينا په دې راپور کې ويل شوي چې په سلو کې اتيا ملکيان د افغان دولت د وسله والو مخالفانو له لوري وژل شوي يا ټپيان شوي دي.
XS
SM
MD
LG