د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

"په کابل او کندهار کې ۵غیرقانوني سیم باکسونه نیول شوي "


انجینیر خیر محمد فیضي
انجینیر خیر محمد فیضي
د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي اندیښه ښيي چې کېداې شي له نیول شویو دستګاګانو څخه د هېواد په ناامنیو کې هم کار اخیستل شوی وي. ‍

د مخابراتو وزارت په وروستیو کابو لسو ورځو کې د کابل ښار په درې ناحیو کې پنځه غیر قانوني مخابراتو شبکې کشف او نیولي دي.

د دې وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې مرستیال انجینیر خیر محمد فیضي د چهارشنبې په ورځ نیول شوي شبکې له یو شمېر تخنیکي وسایلو او سلګونو جعلي سیم کارتونو سره خبریالانو وښودې.

ښاغلي فیضي د نیول شویو دستګاګانو په هکله وویل:

«ګډ پلاوی په درې سیمو، دوهمې، دریمې او یوولسمې حوزه کې پنځه غیر قانوني مخابراتي شبکې کشف او نیولي دي، له دې دستګاګانو سره تخنیکي وسایل او په سلګونو جعلي سیم کارتونه هم نیول شوي، همدا رنګه یوه ورته دستګاه د کندهار په ښار کې هم نیول شوې او کابل ته لیږدول شوې ده.»

ښاغلي فیضي زیاته کړه، د دې دستګاګانو له لارې کورني تیلیفوني اړیکې له بهر سره ټینګیدلی، چې هم یي دولت اوهم یي خصوصي مخابراتي شبکو ته مالي زیان رساوه.

ښاغلي فیضي دا هم وویل، احتمال لري چې د دې دستګاګانو څخه د هېواد په بې ثباته کولو کې هم کار اخیستل شوی وای، خو څرنګه چې د دې دستګا ګانو چلوونکي نیول شوي، څیړنې به وښيي چې دوي له دې دستګاګانو څخه کوم ډول غیرقانوني ګټې اخیستې دي:

«په عین وخت کې د دې احتمال شته چې له دې وسایلو او تجهیزاتو څخه د وضیعیت په بې ثباته کولو کې هم کار واخیستل شي. په دې جرم شپږ تنه تنه نیول شوي او مربوطو څارنوالیو ته سپارل شوي دي.»

دا لومړۍ ځل نه دی، چې د مخابراتو وزارت د دې ډول غیرقانوني مخابراتي شبکو د نیولو خبر ورکوي، بلکه له دې مخکې یي په کابل ښار او نورو سیمو کې له شپیتو څخه د زیاتو غیرقانوني مخابراتي شبکو د نیولو په هکله ویلي و، خو د مجرمینو د محاکمه کېدو او جزا په هکله یي څه نه دي ویلي.

د مخابراتو وزارت وایي، د دې چارو مجرمین د هېواد د نافذو قوانینو له مخې نه یوازې دا چې نغدي جریمه کېږي بلکه د جرم د اندازې په پام کې نیولو سره په حبس هم محکومیدلی شي.

د چارو متخصصین وایي، د مخابراتو وزارت او خصوصي مخابراتي شبکې باید داسې پرمختللي وسایل ولري چې دا ډول شبکې د فعالیت په پیل کې کشف او ویي نیسي.

خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG