د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

"د ولسمشر کرزي د فرمان عملي کیدل په جدي توګه روان دي"


افغان حکومت ته د زندانیانو سپارل، له حکومت سره د موازي جوړښتونو له منځه وړل، د غیر قانوني وسلو راټولول او د ملي اردو او پولیسو د افسرانو د ترفیع ګانو اجراکیدل، د ولسمشر کرزي د نوي فرمان د عملي کیدو مهمې بیلګې یادېږي.

د افغانستان د چارو د ادارې د انسجام او څارنې مرستیال نجیب الله امین د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ولسمشر کرزي د فرمان عملي کیدل په جدي توګه روان دي او د دوو اونیو په ترڅ کې په دې برخه کې مهمې لاس ته راوړنې شته:

"لږ تر لږ ملي اردو ۱۳۰۰ سرتیرو او له ۹۰۰ څخه زیاتو پولیسو ترفیع کړې ده، د غیر قانوني وسلو راټول او تسلیمول یوه بله لاس ته راوړنه ده.

د زندانیانو تسلمېدل پروسه چې په ډېره چټکۍ سره روان ده، زه فکر کوم په هېواد کې ډېر کم شمېر زاندانیان د امریکا په زندانونو کې پاتي دي، نور ټول سپارل شوي دي، یوه بله او ځانګړې موضوع د موازي جوړښتونو موجودیت ده هغه هم د اداري صلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون له خوا یې د لمنځه وړلو کار شروع شوی، چې په نږدې راتلوکي کې به یې تاسې د نتایجو شاهدان وی."


ولسمشرکرزي دوه اونۍ وړاندې د ښې حکومتدارۍ او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یو فرمان صادر کړ چې ۱۶۴ مادې لري.

ولسمشر حکومتي ادارو ته دنده وسپارله، ترڅو په چټکه توګه په ادارو کې فساد له منځه یوسي او په دولتي ادارو کې پراخ اصلاحات رامنځ ته کړي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون چارواکو هم په یاده خبري ناسته کې د ولسمشر د فرمان په پلي کېدو او په ادارو کې د پراخو اصلاحاتو په راوستلو ټینګار وکړ.

خو یو شمېر کارپوهان د حکومتي چارواکو دغه ډول څرګندونې د نړېوالو مرستو د جلبولو لپاره تبلیغ ګڼي، د سیاسي چارو کارپوه یونس فکورهم ورته نظر لري:

"دوي دغه فرمان او اجرات د دې لپاره کوي چې هغه ۱۶ ملیارده پیسې لاس ته راوړي چې د توکیو په کانفرانس کې افغان حکومت سره یې د مرستې ژمنه شوې ده، زه فکر کوم نړېواله ټولنه، دومره کم عقله نه ده چې د دوي په دې اقداماتو وغولیږي او حکومت وکړای شي د نړېوالې ټولنې پېسې لاس ته راوړي."

افغان حکومت په نړۍ کې د هغه هېوادنو په کتار کې له سومالیا نه وروسته دوهم ځای لري چې اداري فساد په کې زیات دی.

د افغانستان په حکومتي ادارو کې فساد د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ترمنځ د ډیرو ناندریو لامل ګرځیدلې او ان افغان حکومت یې په ملي او نړېواله سطح رنګ بدی کړی هم دی.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG