د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

"د غزني د ولسي پاڅون د بدنامولو هڅې پیل شوي دي"


سره له دې چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ولسي پاڅون د ځايي خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راوستی، خو اوس له دې سیمې راپورونه وايي، چې وسله والو مخالفینو د دې پاڅون د رنګ بدۍ هڅې پیل کړي دي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون مشر وايي، چې د دې پاڅون د بد نامه کولو لپاره وسله وال مخالفین له بېلابېلو لارو کار اخلي اوهڅه کوي چې د پراخیدو مخه یې ونیسي.

د دې پاڅون مشر فیضان الله فیضان ازادۍ راډیو ته وویل، چې وسله والو مخالفینو خلکو ته ویلي، چې د پاڅون پر ضد مظاهره وکړي:

“وسله والو کسان په دندو ګمارلي، چې د خلکو کورونو ته واوړي، موټرسیکلونه ځیني واخلي،
په دغو پیښو موږ بدنامه وي، ان ماینونه یې ښخ کړي، ولسي خلک په کې وژل شوي مسولیت یې پر موږ اچوي، تر څو زموږ پاڅون بدنامه کړي.

مهمه یې لا دا وه، چې د ادم خیلو په سیمه کي یې سلګونه خلک راټول کړي وه او ورته ویلي یې وه، چې زموږ پر ضد مظاهره وکړي.”


د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ولسي پاڅون د وسله والو طالبانو پر ضد شا او خوا درې میاشتي مخکې هغه وخت پیل شو، چې افغان حکومت په دغه سیمه کي د بې پلیټه موټرسیکلونو پر ګرځېدو بندیز ولګاوه، ځکه چې ویل کیږي، دا ډول موټرسایکلونه وسله والو په تخریبي فعالیتونو کي کارول.

وسله والو طالبانو د حکومت د دې پرېکړي په غبرګون کي په اندړو ولسوالۍ کې ښوونځی او روغتیايي مرکزونه وتړل او ان بازار یې هم بند کړ.

خو اوس د اندړو ولسوالۍ خلک وايي، چې په سیمه کې یې ټول تړل شوي ښوونځی بیرته خلاص شوي او اولادونه یې درس ویلو ته ځي.

د اندړو ولسوالۍ دوو اوسېدونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې دې پاڅون یې په ژوند کې ښه بدلون راوستی دی:

“د پاڅون یوه ګټه دا وه، چې بند ښوونځی بیرته خلاص شول، بدي رویې ختمي شوي، خلک سم ژوند کوي او په هغو سیمو کې چې پاڅون شوی، ستونزې ټولې حل شوي، دې پاڅون ته ټول خلک خوشحال او ملاتړ یې کوي.

دا پاڅون لازمي وو او خلکو یې ښه هرکلۍ ووایه، په اندړو ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې بندې دروازې د دې پاڅون په همکارۍ بیرته خلاصي شوي.”


په غزني کې د ولسي پاڅون د مسئولینو د معلوماتو له مخې اوس مهال د اندړو ولسوالۍ تر څنګ په مقر او ده یک کې هم د خلکو د سیمه ایزو خلکو له خوا ورته پاڅونونه پیل شوي.

ددې ترڅنګ د افغانستان له نورو ولایتونو هم راپورونه ورکړل سوي، چې په یو شمېر نورو سیمو لکه لغمان او بادغیس کي هم د وسله والو مخالفینو پر ضد خلکو پاڅونونه کړي کړی.

افغان حکومت د طالبانو پر ضد د خلکو ددې پاڅون ملاتړ کړی او ویلی یی دي چې د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د خلکو لخوا د هغوی د امنیت د ټینګښت لپاره وي، خو خلک د دې ولسي پاڅونونو له مسئولینو غواړي، چې پر خپلو ملګرو ټینګ څار وکړي ترڅوخلک ونه زوروي.

خو وسله والو طالبانو ویلي چې په غزني،بادغیس او لغمان ولایتونوکې دا پاڅونونه د سیمه ایزو خلکو نه بلکې دا د دوی پر وړاندې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو لخوا پیل شوي اقدامات دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG