د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۳

د افغانستان جګړې پر سوريې هم سيورې غوړولی


چټم هاوس نشريې، چې په بريتانيا کې خپرېږي، په وروستۍ ګڼه کې له ناټو وروسته افغانستان په نوم په يوه لیکنه کې کښلي:

له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو وخت ورځ په ورځ رانژدې کېږي او افغانستان به د ناټو له محاربو ځواکونو پرته له ستونزو سره مخامخ وي.

د دې نشريې له ليکنې سره سم، په لومړي ګام کې سيمه ييزې سيالۍ لکه د هند او پاکستان او ايران او نورو هېوادونو ترمنځ سيالۍ د دغه هېواد حالات تر اغېز لاندې راوستلي شي.

دا سيالۍ يوازې سياسي او د خپل نفوذ د غځولو لپاره نه دي بلکې په اقتصادي برخه کې هم دي.

چټم هاوس زياتوي، که په کورني سياست کې توجه ونه شي، کورنيو جګړو ته د افغانستان د بيا ګرځېدو احتمال زيات دي او طبعاً طالبان د داسې يوې ورځې هيله لري چې بيا صحنې ته داخل شي.

په داسې يو حالت کې به طالبان د غيرطالب پښتنو ډلو او همدا راز د شمال د پخواني ايتنلاف د مربوطو ډلو له مقابلې سره مخامخ شي.

د چټم هاوس په نظر، که په افغانستان کې پخلاينه او سياسي پروسه پياوړي شي، دا خطر تر يوه حده کمېږي.

له بلې خوا که د سيمې سيال هېوادونه په افغانستان کې پانګونه وکړي، په افغانستان کې د شخړې مخه نيولي شي ځکه چې هر هيواد به د خپلو اقتصادي ګټو د ساتنې په خاطر په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي او دا هېواد به د سياليو پر ميدان بدل نه شي. خو که داسي نه وي ګاونډي هيوادونه به د خپلو پلوي ډلو ملاتړ وکړي او افغانستان به د سقوط له خطر سره مخامخ کړي.

چټم هاوس همداراز ليکلي، اوس مثبتې نښې شته، ځکه چې د افغانستان او امريکا او نورو هيوادونو ترمنځ ستراتيژيک تړون وسله والو مخالفانو او د سيمې هيوادونو ته دا پيغام رسوي چې امريکا به د دوي د لاسوهنو په وړاندې غلې پاتې نه شي.

دا خپرونه کاږي: دا مثبتې نښې تر هغه وخته شته چې امريکا او افغانستان په افغانستان کې د يوې سياسي حل لارې د موندلو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي او د بهرنيو ځواکونو تر وتلو پوري په دې لړ کې چټک ګامونه واخلي.

د بريتانيا ډيلي ټيلګراف ورځپاڼې بيا په وروستۍ ګڼه کې د سوريې روان کړکېچ د افغانستان د جهاد له دورې سره پرتله کړي او ليکلي يې دي چې د افغانستان جګړې پر سوريې هم سيورې غوړولی دی.

د دې ورځپاڼې له ليکنې سره سم، ځيني خلک باور لري چې په سوريې کې د بهرنيانو مداخله به يو وار بيا جهادي ډلې يو لاس کړي چې په سوريه کې د بهرنيانو پرضد وجنګېږي.

خو ورځپاڼه باور لري چې افغانستان او سوريه سره توپير لري. لومړي په دې خاطر چې افغانستان د يوه بهرني الحادي قدرت له لوري اشغال شوي و، حال دا چې سوريه د چا له غضب سره مخامخ نه ده، بل دا چې په هماغه وخت د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې جنرال ضياالحق واکمن و چې د جهادي ډلو ملاتړ يې کاوه، حال دا چې د سوريې ترڅنګ د ترکيې په شان معتدل او زيات ديموکرات هيواد موقعيت لري چې سخت دريځو ته به د فعاليت زمينه برابره نه کړي.

له دې امله د ورځپاڼې له مخې د سوريې بحران به په هيڅ صورت افراطيانو ته زمينه برابره نه کړي چې د دې بحران په پاي کې د هغه اغېزې د افغانستان د جهاد په شان د سيمې له پولو دباندې ووځي.
XS
SM
MD
LG