د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

"د دفاع او کورنیو چارو وزارت په مشرتابه کې بدلون د انتقال په بهیر کوم اغیزنه لري"


امریکایي جنرال جیمز تیري
امریکایي جنرال جیمز تیري
ناټو او امریکایي چارواکي وایي، چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر به له ټاکلي پلان سره سم د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه بشپړ شي.

امریکایي جنرال جیمز تیري، چې له تیرو دوو اونیو راهیسې په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د بهیر د څارونکي په توګه ټاکل شوې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د دفاع او کورنیو چارو وزارت په مشرتابه کې بدلون به په دې بهیر کوم اغیز ونه کړي.

له بل لوري په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګونټر کیټس هم د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې دوي د دې بهیر د پرمخ بیولو په وړاندې کومه ستونزه نه ویني.

که څه هم د ایساف ویاند د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو د سلب صلاحیت په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه:

"د ایساف لپاره به دا مناسبه نه وي، چې د افغانستان د پارلمان او یا هم د ولسمشر په پریکړې تبصره وکړي، دا به موږ دوي ته پریږدو، خو د انتقال د بهیر په اړه باید ووایم، چې دا بهیر په سمه توګه روان دې او ډاډه یو، چې خپل اهداف به تر لاسه کړو.

دلته موږ کومه ستونزه نه وینو، چې و نه کولای شو، چې دا بهیر په خپل ټاکلي وخت سره بشپړ نه کړو."


جنرال عبدالرحیم وردک او بسم اله محمدي د تیرې شنبې په ورځ د پاکستان د راکټي حملو په تړاو ولسي جرګې ته استیضاح شول، چې په پایله کې د دې جرګې غړو له دوي څخه د باور رایي واخیستله.

که څه هم امریکایي او ناټو چارواکو د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو په اړه د وروستي پرمختګ په اړه له مستقیم ځواب ویلو ډډه کړې، خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا دا کار له کوم شک پرته د دوي لپاره غیر مترقبه وو.

جنرال تیري په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یوازې هم دومره ویلي، چې د ده اساسي مسؤلیت دا دې، چې د انتقال په بهیر تمرکز وکړي.

له بل لوري د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومینیک میډلې هم په یو ډول سره د انتقال په بهیر د وروستي بدلون اغیزې رد کړي دي:

"هره ورځ د حکومت په کچه، د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال کمسیون، وزیران او مرستیال یي د انتقال په بهیر کار کوي، څو دا بهیر له پلان سره سم په مخکې بوځي.

اوس مهال د انتقال د بهیر په اړه فوق العاده ژوره پوهه، مهارت او تجربه رامنځ ته شوې ده.

د انتقال په بهیر په لیزبون کې او په شیکاګو کې موافقه شوې ده او دا د افغانستان لپآره یو سمه ستراتیژۍ ده، ځکه، چې دواړه خواوې پرې موافقه لري.

نو اوس مهال دا له پلان سره سم پرمخ روان دې او روان به وي."


په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر د لیزبون د سرمشریزې د موافقې له مخې، چې د افغان حکومت لخوا یی وړاندیز شوې وو دوام لري، تراوسه پورې ددې بهیر دوه پړاوونه بشپړ شوي او دریم یی د پلې کیدو په حال کې دې.

افغان او ناټو ځواکونه هیله مند دي، چې ددې بهیر له بشپړیدو سره به د افغانستان پنځه اویا سلنه نفوس د افغان امنیتي ځواکونو د امنیتي خدماتو تر پوښښ لاندې راشي.

که څه هم افغان او ناټو چارواکي ددې بهیر بریالیتوب ته هیله مند دي، خو افغان کتونکي بیا لا هم پدې ټینګار کوي، چې افغان ځواکونه ددې مسؤلیت منلو ته د اوس لپاره تیار ندي.
XS
SM
MD
LG