د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

په پکتيا کې د معاشونو ستونزه به پوهنه په بشپړ ډول ټکنۍ کړي


د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې په ولايت کې يې د معارف کارکوونکي د وزارت له بې ضرورته اقداماتو څخه ناراضه او په خپلو کارونو کې سستي کوي، د دوي په خبره که د پوهنې وزارت له دې وروسته هم په شخصي اړيکو دې رياست ته په لوړ معاش بالمقطع مامورين واستول شي او د تېرو له پاره يې د رسمياتو تصميم ونه نيول شي نو چارې به يې په بشپړ ډول ټکنۍ شي.

د پکتيا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال اسلام الدين منګل له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دې رياست کې د معاشونو په اړه شته ستونزو او د پوهنې وزارت بې انصافي، سيمه ايزه اداره له لويو ننګونو يا چلينجونو سره مخ کړې.

نوموړی زياتوي، چې رياست ته يې د وزارت له خوا په شخصي اړيکو ګڼ شمېر داسې کسان چې دنده او کار يې هم دوي ته د وزارت له لوري په ټاکل شوې لايحه کې نه دی معلوم پرته له ضرورته په لوړو معاشونو په کار ګمارل شوي، دی وايي:

"بې ضرورته ډېر کسان راغلي دي، څوک د مشاور په نوم څوک د کارشناس په نوم او په نورو، نورو نومونو راغلي، خو تر اوسه پورې دلته کار نه دی معلوم يوازې معاش اخلي او دا معاشونه فضول ځي دا داسې معاشونه دي لکه غلا."

اسلام الدين منګل وړاندې زياتوي، چې د ادارې رسمي کارکوونکي يې د وزارت له کړنو څخه ناراضه دي او په اداره کې په نه زړه خپل کار ته ادامه ورکوي، د ده په خبره ښايي د پوهنې چارې د قانون په نه پلي کېدو سره په بشپړ ډول ټکنۍ شي او د دې ولايت د پوهنې بهير له ستونزو سره مخ شي، ده وويل:

"رسمي مامورين او معلمين مايوسه شوي دي، د پي ار ار معاش چې له دريو زرو افغانيو نيولې ان تر پينځلس زرو پورې رسيږي، بالمقطع ته چې کار او مسوليت يې هم نه دی معلوم تر څلوېښت زرو افغانيو پورې معاشونه ورکول کيږي، چې موږ يې له ستونزو سره مخ کړي يو ټولې واسطې واسطه بازۍ دي."

نوموړی دا هم وايي، د ادارې کارکوونکي يې د وزارت په دا ډول چلند مايوسه شوي او په کارونو کې سستي کوي، د ده په خبره چې د کارکوونکو دغه مايوسي ښايي د پکتيا د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، ده وويل:

"ټول پرسونل مو مايوسه ده، چې مدير ته ووايم چې کار وکړي هغه وايي، چې هغه څلوېښت پنځوس زره معاش اخلي په هغه يې ولې نه کوې، هرڅوک چې دلته کارکوي په دل سردۍ يې کوي."

د يادونې وړ ده، چې د پکتيا په لرو پرتو ولسواليو او مرکز ګردېز کې د خلکو په خبره په ورځو، ورځو يې د پوهنې په برخه کې کارونه ځنډيږي او هېڅ اداري مامور نه غواړي په سم ډول خپلې چارې په خپل وخت پر مخ بوځي.

داود تپان
XS
SM
MD
LG