د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د بلجیم ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړي


د بلجیمي عسکرو لومړنۍ ډله چې د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتلو چارې ورله غاړې وې، له افغانستانه وتلې ده.

د بلجیم د رسنیو د راپورونو له مخې د بلجیم ۲۴ عسکر د لوکسامبورګ له لسو عسکرو سره یوځای چې د کابل د هوایی ډګر د امنیت ساتلو په جزوتام کې یې خدمت کاوه، بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

دغه جزوتام له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د کابل د هوایي ډګر د امنیت چارې سمبالولې.

د بلجیم ارټي بي اف ټلویزیوني شبکې راپور ورکړ، چې بلجیمي عسکر به د سپټمبر په ۳۰ په دې هوایي ډګر کې خپل ماموریت په بشپړه توګه پای ته ورسوي.

تمه ده، چې د روان کال د سپټمبر او نومبر په میاشتو کې به د بلجیم پنځه جزو تامونه چې ټول پرسونل یې ۲۳۰ تنو ته رسیږي، له افغانستانه ووځي.

د روان کال ترپایه به په افغانستان کې د بلجیمي عسکرو شمیر۳۶۰ تنوته راکم شي. په اوس وخت کې په دې هیواد کې د بلجیم د عسکرو شمیر ۶۲۶ تنو ته رسي.

له پلان سره سم د بلجیم شپږ ایف ۱۶ جنګي الوتکې به د ۲۰۱۴ کال ترپایه چی افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد د امنیتي چاروبشپرمسولیت په غاړه اخلي، په افغانستان کې ځای پرځای شي.

د بلجیم د دفاع وزیر پتر دی کریم ویلي چې د بلجیم ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته د دریو کلونو په مخه په دې هیواد کې حضور ولري چې له افغانستان سره د ملي اردو په جوړیدو کې مرسته وکړي.

د ای کژوالټي انترنټ پاڼې له مخې چی په افغانستان کی بهرنیو ځواکونو ته د تلفاتو ارقام خپروی، له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې بلجیم افغانستان ته عسکر استولي، د دې هیواد یوعسکر د نا امنیو په پیښوکې وژل شوی دی.
XS
SM
MD
LG