د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

ایساف افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیت د لیږد بهیر بریالی بولي


په افغانستان کې د بهرنیو نړېوالو ځواکونو چارواکي بیا هم تاکید کوي، چې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته به هم یو شمېر بهرني ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره، په دې هېواد کې پاتې وي.

دا د هغو انديښنو ځواب دی، چې کواګې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان ځواکونه یوازې پاتې شي.

د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال ګونترکتز د ناټو د ملکي استازی له ویاند سره په یوې ګډه خبری ناسته کې وویل، چې افغان ځواکونه به تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې دا وړتیا ومومي، چې د ټول هېواد امنیت وساتي.

ده دا هم وویل، چې د افغان هوایي ځواکونو سمبالیدل وخت ته ضرورت لري:

«تمه ده، چې د افغانستان هوایي ځواکونه تر دوه زره شپاړلسم میلادي کال پورې په هېواد کې د عملیاتي چارې پیل کړي، په دې برخه کې د پیلوټانو او تخنیکرانو روزنه ضروري ده‍.

یوسلو پنځه افغان پیلوټانو ته روزنه ورکول کیږي، چې عملیاتي چارو ته چمتو شي.

تخنیکران هم باید په انګلیسي ژبه د خبرو کولو توان ومومي، ځکه چې د ټولو طیارو او تجهیزاتو اسناد په انګلیسي لیکل شوي دي.»

خو د امنیتي چارو پوهان، د هېواد د دفاع لپاره د افغان هوایي ځواکونو سمبالول مهم ګڼي.

د افغانستان د دفاع وزارت لوې درستیز تیره اوونۍ د هېواد د هوایي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې د نړېوالې ټولنې پر پلان انتقاد وکړ او ویی ویل، چې
په پلان کې افغان هوایي ځواکونو ته د هلیکوپترو او ترانسپورتي طيارو ورکړه په پام کې نیول شوې وه‍،خو د ایساف ویاند په دې هکله څه ونه ویل.

بل خوا د ناټو د ملکي استازي ویاند دومینیک میدلي افغان ځواکونو ته د مسئولیتونو سپارل یوه معقوله او غښتلی ستراتیژي وګڼله.

ده وویل، د دې چارې لپاره لازمه پوهه شته او په ټاکلي وخت به په بشپړه توګه عملي شي، دومینیک میدلي وویل:


«افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو لیږدول یوه پرځای ستراتیژی ده، دا هغه ګډه ستراتیژي ده، چې د لزبن په غونډه کې پرې توافق شوې او د شیکاګو په کنفرانس لا غښتلی شوه‍.

د لیږد تنظیمولو کمیسیون، د دفاع وزارت، نور وزیران، مرستیالان او نور چارواکي د دې بهیر په چارو په کار بوخت دي.»

د نړېوالو ځواکونو چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د بریتانیي د اردو ځینو قوماندانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو اندیښنه ښودلې ده‍.

د افغان اردو په لیکو کې غیر حاضري، پر نړېوالو ځواکونو د بریدونو زیاتوالی، مخالفینو سره د افغان ځواکونو د غړو یوځای کیدل او د پولیسو په لیکو کې د فساد شته والی هغه څه دي چې د بریتانوي قوماندانو اندیښنې یي زیږولي دي‍.

ځینو نړېوالو رسنیو د بریتانیي د پوځي قوماندانانو د څرګندونو له مخې ویلي چې دا ډول اندیښنې به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو پر ستراتیژی ناوړه اغیز وکړي.

خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG