د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

د مالیې پر وزیر د اداري فساد په اړه به ډیر ژر څیړنې پيل شي


له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره وایي، چې د کنټرول او تفتیش، ملي امنیت، لویې څارنوالۍ او د دوي د ادارې یو ګډ پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د مالیې وزیر د اداري فساد تورونه وڅیړي.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې مشر عزیزالله لودین د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه پلاوی به د سې شنبې په ورځ خپلې څیړنې پيل کړي.

ښاغلي لودین زیاته کړه، چې د یکشنبې په ورځ یې له ولسمشر کرزي نه هم د یوه رسمي مکتوب په ترڅ کې غوښتنه کړې چې د څیړنو پرمهال د مالیې د وزیر دنده ودروي:

"انشاالله سبا به دغه پلاوی چې موظف دی هلته ولاړ شي، له وزیر صاحب سره به وغږیږي او خپل کار باندې به شروع وکړي.

ما پرون رییس صاحب جمهور ته مکتوب ولیږه او پیشنهاد مې وکړ، چې موږ اطلاعات لرو او د دغه اطلاعاتو له مخې باید تحقیق وکړ، خو تر هغه وخته چې د مالیې وزیر په دفتر کې وي بې طرفانه تحقیق امکان نه لري، باید رسمي موقف یې په تعلیق واچول شي. "


نوموړي ونه ویل، چې دغه څیړنه به څومره وخت ونیسي خو زیاته یې کړه، چې دا د موضوع په حجم پورې تړلې ده.

لودین وایي، داسې شواهد او اسناد شته چې له مخې یې د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د خپلې دندې پرمهال په پراخه پیمانه اداري فساد کړی دی.

د مالیې پر وزیر تور پورې شوی، چې په تیرو پنځو کلونو کې یې له بېلابېلو ارګانونو څخه څه باندې یو میلیون ډالره خپل شخصي بانکې حساب ته لیږلي دي.

خو د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال دغه تورونه بې اساسه بولي او وایي، چې دی دا مهال په خپل بانکي حساب کې یولک او نهه ویشت زره ډالره لري چې شخصي پیسې یې دي.

ښاغلي زاخیلوال له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، عزیزالله لودین له ده سره شخصي تضاد لري او نه غواړي چې دی د وزیر په پوست پاته شي:

"په شخصي توګه باندې لودین له ماسره شخصي مخالفت لري، هغه همیشه د تلویزیون تر شاه زه په میلیونونو ډالرو تورن کړی یم، وایي چې په دوبۍ کې زه کورونه لرم، زه به خط ورکړم چې په دوبۍ کې دی زما یوه پولې ځمکه پیدا کړي، وایي چې په وزیر اکبرخان کې دوه کورونه لرې، را دې شي پیدا دې کړي.

نن یو ټکسي وان درې لکه ډالر لري، د لودین خوا دا ډیره پخوانۍ غوښتنه ده چې زه له دندې لرې شم، که د هغه په خوښه وای زه به یو نیم کال مخکې له وظېفې ګوښه شوی وم، مګر دلته هم نظام وجود لري د لودین شخصي مسله نه ده چې راشي په هرچا دروغ ووایي."


زاخیلوال په ورته وخت کې وویل، چې دی د پيسود ثبت فورم لري چې له فساد سره د مبارزې عالي ادارې سره هم موجود دی.

دا چې ښاغلی زاخیلوال به ټاکل شوي پلاوي ته د څیړلو اجازه ورکړي او ایا به ولسمشر کرزی د ده رسمي دنده ودروی او که نه اوس یې په اړه څه ویل ګران دي.

له دې وړاندې له فساد سره د مبارزې عالي ادارې د افغان کابینې په یوه بل غړي د اوبو او بریښنا پر وزیر اسمعیل خان د ځمکو د غصب تور پورې کړ خو موضوع عدلي او قضايي ارګانونو ته له راجع کیدو وروسته تراوسه ګونګه پاتې ده.

اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG