د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

افغان دولت د پاکستان د کورنيو چارو د وزير ادعا رد کړه


رحمان ملک
رحمان ملک
افغان دولت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ويلي يې دي، په افغان حکومت کې دننه ځينې عناصر د پاکستاني طالبانو د مشر فضل اله ملاتړ کوي، خو افغان حکومت دغه ادعا په کلکه ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د پاکستاني طالبانو يوه مشر مولوي فقير محمد ازادۍ راډيو ته ويلي وو، چې دوى په پاکستان کې دننه دي او هېڅکله يې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني اهدافو بريدونه نه دي کړي.

افغان حکومت د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رحمان ملک هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ويلي يې دي، په افغان حکومت کې دننه ځينې عناصر احتمالاً د پاکستاني طالبانو د يوه مهم مشر ملاتړ کوي، چې نوموړى د پاکستان د حکومت په وړاندې جنګېږي.

پاکستاني چارواکي وايي د فضل اله په نامه د طالبانو مشر له افغانستان دننه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو بريدونه تنظيموي، دوى وايي وروسته تر هغه چې د دې طالب مشر په مهم مرکز سوات دره کې د پاکستان پوځ کلونه مخکې کې پوځي عمليات وکړل، دى افغانستان ته وتښتېد.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وويل:

”زه فکر کوم [د افغان دولت] ځينې عناصر ملاتړ کوونکي دي، ښايي په دولت کې دننه يا هم له دولته دباندې کسان وي“

ملک د خپلو دغو څرګندونو د اثبات لپاره اسناد او شواهد نه دي وړاندې کوي، چې وښيي د افغان دولت ځينې عناصر د فضل اله ملاتړ کوي، ده نور جزئيات هم نه دي ورکړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رويټرز ته ويلي:

”[فضل اله] هغومره د پاکستان لپاره خطرناک دى، لکه څنګه چې د حقاني شبکې غړي د افغانستان لپاره دي. دى اوس ټروريزم تقويه کوي، خلک ګماري او پلانونه طرحه کوي”

رحمان ملک ويلي چې فضل اله په افغانستان کې دى، ده له افغان دولت څخه غوښتنه کړې، دېته پام او دا خبره يقيني کړي چې د ده کسان پاکستان ته نه اوړي“

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند بيا د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رحمان ملک څرګندونې په کلکه ردوي او وايي پاکستان هڅه کوي لمر په دوو ګوتو پټ کړي، جانان موسى زي ازادۍ راډيو ته وويل افغانستان د هغو تروريستانو له کبله ناامنه شوى چې خوندي مرکزونه يې په پاکستان کې دي.

د پاکستاني طالبانو مشر فضل اله په سوات دره کې د توندو راډيويي ويناوو له کبله په ايف ايم ملا هم مشهوره دى.

افغان چارواکو په وار- وار ويلي د افغانستان په ناامنۍ کې هغه سخت دريځي وسلوال لاس لري چې په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري.

رويټرز اژانس ليکي، د پاکستاني طالبانو مشر فضل اله او نور طالب مشران په سرحدي سيمو کې مرکزونه لري او د امريکا هغه هڅې يې ځنډنۍ کړي چې غواړي دغه سيمه تر ٢٠١٤م کاله پورې له افغانستانه د ناټو د اکثريت جنګي ځواکونو د وتلو په درشل کې باثباته کړي.

په وروستيو څو مياشتو کې د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاکستان له خوا راکټي بريدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زيات کړى، افغان چارواکي وايي په دغو بريدونو کې د پاکستان پوځيان لاس لري، خو پاکستان دا مسئله ردوي.
XS
SM
MD
LG