د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

ولسمشر کرزي د ولسي جرګې له خوا د دوو وزیرانو استيضاح ومنله


ولسمشر حامد کرزي د ولسی جرګې پریکړه چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران یې سلب صلاحیت کړل، ومنله.

ولسمشر کرزي نن (یکشنبې) د ملي امنیت شورا په غونډه کې همداراز د جنرال عبدالرحیم وردګ او بسم الله محمدي د تیرو کارونو ستاینه وکړه.



افغان ولسمشر حامد کرزي د دفاع او کورنیو چارو سلب صلاحیت شويو وزیرانو ته لارښونه وکړه؛ چې د نورو وزیرانو ترمعرفي کیدو دې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر یوه ویاند سیامک هروي ازادي راډیو ته وویل؛ چې حامد کرزي د ولسي جرګې د پریکړې هرکلی وکړ او دغو وزیرانو ته یې ډاډ ورکړ؛ چې په نورو حکومتي پوستونو باندې به یې وګماري.

″افغان ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو له خدمتونو او هڅو څخه مننه وکړه او یادو وزیرانو ته یې هدایت وکړ؛ چې د قانون له مخې د نویو وزیرانو ترمعرفي کیدو دې دندو ته دوام ورکړي.″

ښاغلي هروي ونه ویل، چې ولسمشر به څه وخت د دفاع او کورنیو چارو نوي وزیران د باور رایو د ترلاسه کولو په خاطر ولسي جرګې ته معرفي کوي.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي ایستیضاح او وروسته یې د رایو په اکثریت سره سلب صلاحیت کړل.

خو یوشمیر کارپوهان د ولسمشر اوسنۍ پریکړه له قانون سره په ټکر کې بولي او وایي؛ چې دا ډول پریکړې د حکومت او خلکو ترمنځ فاصله رامنځ ته کوي.

افغان کتوونکی مطیع الله خروټي ازادي راډیو ته وویل، چې ولسمشر باید سم له لاسه د ولسي جرګې له پریکړې سره سم سلب صلاحیت شوي وزیران له دندو لرې کړي وای او پرځای یې نور کسان ګمارلي وای.

تراوسه دا هم نه ده معلومه چې ولسمشر حامد کرزی به کوم کسان د دفاع او کورنیو چارو د نویو وزیرانو په توګه معرفي کړي.

بل لورته یو شمیر کارپوهان انديښنه ښيي، چې هسې نه، سلب صلاحیت شوي وزیران تر ډيره وخته د سرپرستانو په توګه خپلو دندو ته دوام ورکړي.

پخوا هم ولسمشر ځینې هغه کسان د شاوخوا دوو کلونو لپاره د وزارتونو د سرپرستانو په توګه پاتې کړي و، چې د ولسی جرګې له خوا رد شوي و.
XS
SM
MD
LG