د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

ماشومانو ته د مور شیدې ورکول د دوی د مړینې کچه راټیټوي


د عامې روغتیا وزیره ډاکټر ثریا دلیل
د عامې روغتیا وزیره ډاکټر ثریا دلیل
د عامې روغتیا وزارت وایي، هغه میندې چې له ولادت وروسته په لومړیو ساعتونو کې ماشوم ته خپلې شیندی ورکوي، د مړینې په کچه کې یې دوه ویشت سلنه کموالی راځي او هغه میندې، چې له ولادت وروسته ماشومان ته ژر خپلې شیدې نه ورکوي، په هغو ماشومانو کې مړینه دېرش سلنه زیاته وي.

د عامې روغتیا وزیرې ډاکټر ثریا دلیل د یکشنبې په ورځ د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې په غونډه کې خبریالانو ته وویل؛ هغه مور، چې ماشومانو ته خپلې شیدې ورکوي، د سینې په سرطان نه اخته کېږي او د ماشوم قد یې هم وړوکی نه پاتې کېږې.

نوموړې له ټولو میندو وغوښتل، چې ماشومانو ته تر دوه کلنۍ پورې خپلې شیدې ورکړي او له دیني عالمانو یې وغوښتل؛ چې د جوماتونو له لارې په لیرې پرتو سیمو کې د مور د شېدو د ګټو په اړه تبلیغ وکړي.

″تر شپږو میاشتو پورې یواځې د مور په شېدو د ماشوم تغذیې سره به په سلو کې نولس سلنه د ماشومانو میړنه کمه کړو.

د ولادت په لومړیو ساعتونو کې ماشوم ته د مور شیدې دوه ویشت سلنه د ماشوم میړینه کې کموالی راولي، خو که چیرې یو ساعت وروسته له ولادت څخه ماشوم ته د مور شیدې ورکړل شي؛ نو دیرش سلنه د ماشومانو د مړینې کچه لوړوې.″


په همدې حال کې د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې د څانګې یوشمېر متخصص ډاکټران د مور شیدې ګټورې بولي او وایي؛ د مور شیدې ماشومان له ډول ډول ناروغیو ژغوري او په ورکولو سره یې د ماشوم په زړه کې مینه پیدا کېږي.

بل خوا یو شمېر متخصصین اندیښنه ښيي، چې افغانستان ته د ماشومانو بیلابیلې پوډري شیدې واردیږي، چې ځینې یې بې کيفیته دي.

د عامې روغتیا وزارت یو متخصص ډاکتر همایون لودین ازادي راډیو ته وویل؛ چې په ځینو دارنګه شیدو کې د سلو ګرام پروتین په ځای اوه ګرامه پروتین وي، چې د ماشوم روغتیا ته ډیر زیان پیښوي.

″هغه ګټه چې د مور شیدې لري، پوډري شیدي یې نه لري، بلکې زیانونه لري، ځکه هغه مواد چې ماشوم ورته ضرورت لري، هغه په کې نشته او همدا رنګه پوډري شیدې، چې کوم ماشوم ته ورسیږي هغه په اسهلاتو او د طروق تنفسي ناروغیو اخته کېږي او همدا رنګه هغوی سوی تغذیه کېږي او همدا راز له شپیته فیصده ناروغیو سره چې سوی تغذیه یو ځای شي، نو د ماشوم د میړنې لامل کېږي، سوی تغذیه له پوډري شیدو ډیره پیدا کېږي.″

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په رسنیو کې یې هغه سوداګریز اعلانونه بند کړي، چې په هغې کې پوډري یا د قطیو شیدې او یا هم سریلاک د مور د شیدو په شان ګټورې بلل کېږي.

د تغذیې متخصص ډاکټران وایي، چې د هغې مور خواړه باید ډیر ښه وي، چې ماشوم ته شیدې ورکوي او تر ټولو مهمه دا چې پر دې مور باید له ذهني پلوه فشار را نه وړل شي او په دې موده کې ونه ځورول شي.

د متخصصینو په وینا په افغانستان کې اکثره ماشومان له دې امله هم د مور له شیدو بې برخې کېږي؛ چې د ولادتونو ترمنځ فاصله نه مراعت کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی؛ چې د ماشومانو او د میندو مړینه په کې لوړه بلل شوې.

راپور: ذکيه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG