د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

په لوګر کې هم د موټرسایکلونو په تګ راتګ بندیز لګول شوی


له زابل وروسته لوګر دویم ولایت دی،، چې له یوې اونۍ را په دې خوا په کې د موټرسایلکونو په تګ راتګ بندیز لګیدلی.

د لوګر امنیتي مسولین وایي،، چې دغه اقدام یې د امنیت د ټینګښت او د وسله والو طالبانو د ځینو تخریبي پلانونو د له منځه وړلو په هدف کړی دی.

د لوګر د امنیې قومندانۍ د امنیت امر ریبس خان صادق عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل؛، چې د دوی د تجربو له مخې وسله وال طالبان په خپلو حملو او ماین ایښودلو کې ترډیره له موټرسایلکونو ګټه اخلي.

"یو تعداد خلک، چې په موټرسایلکونو باندې پل علم ښار ته راځي دوی اکثره له ځان سره انفجاري مواد راوړي؛ نو د دغو امنیتي دلایلو له امله موږ مجبور شو،، چې په امنیتي غونډه کې فیصله وکړو،، چې څوک به له موټر سایکل سره پل علم ته نه راځی.

دا یو موقتي اقدام دی، دوی زیاتره په موټرسایکل راځي ماین کیږدي او تښتي."


عبدالرحیمزي زیاته کړه، چې دغه بندیز یوازې په پل علم ښار کی دی او په نورو سیمو کې خلک کولای شي، چې پر موټرسایلکونو ازاد تګ راتګ وکړي.

خو د لوګر اوسیدونکي بیا شکایت کوي، چې حکومت په دې ډول اقداماتو سره یوازې خلک ځوروي او وایي، چې له دې لارې د مخالفینو مخه نه شي نیول کیدای.

د لوګر دوه تنه اوسیدونکي له امنیتي مسولینو غواړي، چې په دې اقدام له سره غور وکړي او له دې امله د خلکو موجوده ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.

"۱ زه رضا خان دوستیار، دلوګر اوسیدونکی یم،د امنیت کسان خلک ځوروي او موټرسایکل تربندوي، مونږ نه شو کولای، چې خپلو کارونو ته وختي را ورسیږو، اکثره داسې ماینونه هم پيدا شوي، چې په جیبونو او بایسکلیونو هم راوړل کیږي، نوی دوی به ترکومه موټرسایکلونه دروي.

۲ نوم مې محمد رحیم دی، د موټرسایلکلونو په برخه کې ډیرې ستونزې لرو، ځکه مونږ بله وسیله نه لرو، که یو مریض یا مشکل راته پيدا کیږي ولایت ته راځو، خو دغلته عسکر له مونږ سره سخته بده رویه کوي، په څپيړه سړی وهی او وایي، چې ودروه بایسکیل دی."


له دې وړاندې د زابل، پکتیا، میدان وردګو او غزني ولایتونو په یوشمیر سیمو کې هم د موټرسایلکونو په تګ راتګ کلک بندیز لګول شوی وو.

په کندهار او غزني ښارونو کې بیا پرموټر سایکلونو د دوهم او دریم کس په سپریدو بندیز لګول شوی، چې د راپورونو له مخې دغه بندیز تراوسه هم دوام لري.

خو موټرسایکل پلورونکي وایي، چې دې بندیزونو د دوی کار اوبار ټکنی کړی دی او د تیرو کلونو په پرتله یې عایدات کم شوي دي.

دوی له حکومت څخه غواړي، چې د موټرسایلکونو پر تګ را تګ د بندیز پرځای دی له بهرنه د موټر سایلکونو د وارداتو مخه ونیسي.

"۱ زما نوم کبیر دی، دغلته موټرسایکل فروشي کوم،زمونږ په بازار یې ډیر تاثیر کړی دی، له مونږ نه څوک موټرسایکلونه نه اخلي، حکومت باید تجار سره خبرې وکړي په تجار یې بند کړي، که یې تجار را نه ولي نو مونږ یې هم نه شو اخیستی.

۲ زما نوم نذیر احمد، زمونږ کارونه ډیر سست دی،کاراوبار نشته، حکومت، چې دا بندیز لګولی زمونږ بازار هم خراب شوی."


د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د موټرسایلکونو په تګ راتګ بندیز کوم لوی امنیتي پلان نه دی بلکی د ځینو ولایتونو په حالاتو پورې تړلې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وایي:

"دا د ولایتونو د پولیسو مسولیت دی،هغوی اوضاع ګوري او اوضاع څیړي، هر اقدام ته، چې ضرورت وي ترسره کوي یې، ترڅو ترافیک کنټرول کړي او امنیت رامنځ ته کړي.

دا د سیمې د پولیسو کار دی، چې په کومو وساېطو بندیز لګوي، په هرولایت کې، چې ضرورت وي، تهدید زیات وي نو د امنیت د ښه والي لپاره دا اقدامات ترسره کیږي. "


په دې وروستیو څو کلونو کې له موټرسایکونو څخه د ګټې اخیستنی کچه زیاته شوې او خلک یې د ژر رسیدو اسانه وسیله بولی.

عام خلک هم دا مني، چې یو شمیر وسله وال طالبان په تخریبي فعالیتونوکې موټرسایلکونه کاروي خو وایي دا مناسب او عادلانه کار نه دی، چې حکومت پرهرچاه او هره سیمه کې د موټرسایکلونوپر ګرځیدو بندیز ولګوي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG