د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۱۱

سيدا: امنيت شورا له بهره د سوريې بحران حلوي


د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ
د بشارالاسد د رژیم د اپوزیسیون (ملي شورا) مشر عبدالباسط سیدا وايي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه بهر ، د سوریې د بحران د حل هڅې کوي.

د ملګرو ملتون عمومي اسامبلې پرون یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په سوریه کې د رژیم له خوا د درنو وسلو استفاده او له ګڼ میشتو سیمو د پوځيانو د نه وتل غندي.

عبدالباسط سیدا پرون د عراق په اربیل ښار کې خبري کنفرانس ته وویل:

̋موږ د امنیت شورا دوازې تړلې وموندلې، نو له شورا دباندې حل لټوو . فکر کوو چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ پریکړه لیک زموږ د هڅو په چوکاټ برابر دی. [د سوريې ملګري] ګروپ او عرب لیګ به هم نوي ګامونه واخلي چې په دوحه کې د عربي هیوادونو دوزیرانو په غونډه پورې تړلی دی. په نهایت کې، ټولې هڅې د رژیم پر ختمولو او د سوریې د خلکو د انقلاب اهدافو ته پر رسیدو راڅرخي̋
XS
SM
MD
LG