د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

کابل: د ولسي جرګې د یوه غړي او د ملي امنیت عسکرو ترمنځ نښته شوې


د کابل ښار په ختیځ کې نن سهار د ملي امنیت د عسکرو او د ولسي جرګې د یو وکيل د ساتونکو ترمنځ نښته کې د وکیل یو ساتوونکی وژل شوی او درې ټپیان دي.

د ولسی جرګې غړي وایي، چې دا نښته د تلاشۍ په سر رامنځ ته شوې.


په دې نښته کې د ولسي جرګې د غړي امیر جان دولتزي یو ساتونکی وژل شوی او درې نور یې ټپیان دي؛ چې د یو روغتیایي حالت نازک دی.

په ولسي جرګې کې د ننګرهار استازي عبدالفغار ازادي راډیو ته پیښه تایید کړه او ویې ویل، چې د دوی ترمنځ شخړه د تالاشۍ پر سر شوې.

نوموړی وایي، چې د ملي امنیت ځینو ساتونکو د دولتزي د موټرونو له تلاشي وروسته اجازه ورکړه؛ چې لاړ شي، خو یوشمېر نورو امنیت کارکوونکو اجازه نه ورکوله؛ نو کله چې د نوموړي موټر ترې حرکت کړی، د ملي امنیت عسکرو پرې ډزې کړي.

ښاغلی غفار وایي، چې د ولسي جرګې غړی نن سهار وختي له ننګرهار څخه کابل ته را روان و؛ چې د کابل د دولسمې ناحیې په حسین خیلو سیمه کې دا پیښه رامنځ ته شوه.

د ازادۍ راډیو خبریال سهار اوه نیمې بجې دې پیښې ځای ته تللی و او دا ځای یې له نږدی کتلی دی.

د پيښې په ځای کې یوه سره کرولا، د ملي امنیت یو شمېر ساتوونکي لیدل شوي او څو تنه چې په ملکي جامو کې وو، هم په داسې حال کې لیدل شوي، چې په ټپي حالت کې پر ځمکه پراته وو.

همدا راز د دی پیښې په اړه د کابل د بګرامیو ولسوالیو څو تنو اوسیدونکو هم خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي.

″۱- زما نوم محمد قسیم دی. دلته د امنیت کسانو تالاشي اخیستله، د پارلمان وکیل ورته تالاشي نه ورکوله، په همدغو خبرو کې سره وران شول او پر یو بل یې ډزې وکړې. خلکو ویل، څوک په کې لګېدلي دي، مړی ما ونه لید.

۲- سهار وختي یې دلته یوه ″ټو ډي″ تلاشي کړه، یو تن په کې سپین کالي اغوستي وو، له امنیت والا سره یې لاس واچوه او هغه یې وواهه، دوه تنه نور امنتیان راغلل له هغه نه یې تپانچه واخیسته او په موټر یې ورته ډزې وکړې.

هغه درې تنه نور هم راکوز شول، ورته تسلیم شول، په سړک پړمخې څملاستل او لاسونه یې ورته وتړل.

یو تن د امنیت کس ولګېد او یو تن هم د کرولا والا.


موږ غوښتل چې د دې پيښې د څرنګوالي په اړه د ملي امنیت د ریاست د مطبوعاتي دفتر نظر هم واخلو؛ خو هغوی په دی اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
XS
SM
MD
LG