د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

کیمرون د لندن په المپیک لوبو کې د افغان لوبغاړو ګډون وستايه


کيمرون
کيمرون
د بریتانیې صدراعظم په لندن کې د اولمپیک په لوبو کې د افغان ورزش کارانو ګډون وستایلو.

ډېوېډ کیمرون پرون په لندن کې د افغانستان د المپیک د کمیټې له مشر ظاهر اغبر سره په غیر رسمي توګه وکتل.

ظاهر اغبر ازادۍ راډیو ته وویل، چې د بریتانیی صدراعظم د المپیک په لوبو کې د تهمینه کوهستانۍ د ګډون ستاینه وکړه.


د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې له مشر سره د بریتانیې د صدراعظم دا لیدنه تر ډېره غیر رسمي او تعرفي وه، چې په کې په لندن کې د المپیک په لوبو کې د افغان ورزش کارانو په ګډون خبرې وشوې.

د المپیک د ملي کمیټې مشر ظاهر اغبر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې ډېوېډ کیمرون د المپیک په لوبو کې د افغان ورزش کارانو او په تیره بیا د تهمینه کوهستانۍ د ګډون ستاینه وکړه.

ده د بریتانیې له صدراعظم سره د دې کتنې په اړه وویل.

″دوی یعنې ډېوېډ کیمرون په لومړي سر کې د المپیک په لوبو کې د تهمینه کوهستانۍ او بیا د افغانستان د څلورو فیدراسیونونو د ګډون ستاینه وکړه او د انجونو په ګډون د افغانستان د سپورټ د ونډې قدردانۍ یې وکړه.″

افغانستان د المپیک په روانو لوبو کې، چې په لندن کې دوام لري په څلورو رشتو سره، چې په کې ټکوانډو، جوډو، څوک وهنه او منډه شامله ده ګډون کړی.

تهمینه کوهستانۍ، چې د المپیک په روانو لوبو کې یوازنۍ افغانه انجلۍ ده؛ پرون په داسې حال کې د سلو مترو د منډې په سیالیو کې برخه واخستله، چې ټول سټیډیم له نندارچیانو ډک و.

تهمینه، چې د افغانستان د بیرق درې رنګې پړونې یی په سر و؛ د سلو مترو د منډۍ دا واټن په څوارلسو ثانیو او د ثانیې په دوه څلویښتم سلم کې یی پوره کړه او د خپلو ټولو سیالانو په نسبت وروسته د پای کرښې ته ورسیدله.

خو تهمینه له دې کبله، چې له سیالیو ووتله خواشینې نه ده، دې له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې وویل:

″راضي یم له دې کبله، چې په دې لوبو کې مې برخه اخستې دا راته د سرو زرو له میډاله او له هر څه زیات زیات ارزښت لري.″

تهمینې په خپلو خبرو کې د هغو ستونزو یادونه وکړه، چې په افغانستان کې د تمرین په مهال ورسره مخ وه او د دې په وینا له کبله یې دا و نتوانیدله، چې په سمه توګه په دې سیالۍ کې وځلیږي.

″هغه وسایل، چې دلته یې ورزش کاران په واک کې لري، په خواشینۍ سره، چې موږ یې په افغانستان کې نه لرو. د دې ترڅنګ محیطي او ټولنیزې ستونزې هم موجودې وې، د بیلګې په توګه داسې کسان هم وو، چې له ما یې ملاتړ نه کاوه.

دوی تر دې مهاله هم زما په باره کې په فیس بک کې لیکنې کوي او د خلکو په منځ کې زما په باره کې خبرې کوي. دا هغه څیزونه دي، چې په یو ورزش کار زیات اغیز پرې باسي.″


تهمینه وایي، چې له دې به زیاته هڅه وکړي او نورې افغان انجونې به هم وهڅوي، چې ورزش وکړي، څو وکړای شي، چې په راتلونکې کې افغانستان ته بریالیتوبونه ور په برخه کړي.

له تهمینې مخکې دوه نور افغان ورزش کاران، اجمل فیض زاده په جوډو کې او اجمل فیصل په څوک وهنه کې د سیالیو له بایللو وروسته له لوبو ووتل.

دا، چې ولې افغان ورزش کاران تراوسه پورې نه دي توانیدلي، چې کومه بریا ترلاسه کړي؟

د المپیک د ملي کمیټې مشر وایي، چې د المپیک په لوبو کې د دوه سوه څلورو هیوادونو لوبغاړو برخه اخستې؛ خو تر دې دمه یوازې لس هېوادونه توانیدلي، چې بریا ترلاسه کړي او په جدولونو کې شامل شي.

″هغه هیوادونه، چې له شپږ سوو ورزش کارانو سره راغلي وو؛ لا هم نه دي توانیدلي، چې کومه بریا ترلاسه کړي، زموږ ګډون یوه بریا ده، زموږ ورزش کاران، چې له دې پروګرامونو زده کړه کوي یوه بریا ده او له نړیوالو سازمانونو سره زمونږ اړیکې یوه بریا ده.″

اوس د افغان ورزش کارانو ټولې هیلې له دوو ځوانو تکوانډو کارانو سره، چې پخوا یې هم افغانستان ته میډالونه ګټلي وو تړلي دي.

دا دوه ورزش کاران روح اله نیکپا او نثار احمد بهاوي دي.

د المپیک د ملي کمیټې رییس هم دوی ته هیله مند دی او وایی، چې د دوی تمریناتو ته په پام سره هیله ده، چې افغانستان ته له ډکو لاسونو سره ستون شي.

ټاکل شوې، چې نیکپای او بهاوي د روانې اګسټ میاشتې په نهه او لسمه نیټه د سیالیو میدان ته ووځي او د همدې میاشتې په دیارلسمه نیټه د افغانستان ورزشي کاروان هېواد ته ستون شي.
XS
SM
MD
LG