د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د امريکا او پاکستان استخباراتي چارواکو 'ګټورې' خبرې وکړې


زهير الاسلام
زهير الاسلام
د امريکا او پاکستان د استخباراتي ادارو مشرانو پرون د ټروريزم په وړاندې د ګډې مبارزې پر لارو چارو ”ګټورې“ خبرې درلودې، يوه امريکايي چارواکي دا د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د کړکېچ د کمېدو يوه نښه وګڼله.

د پاکستان د استخباراتي ادارې اى، ايس، اى نوي مشر ډګر جنرال زهير الاسلام، امريکا ته په خپل لومړني رسمي سفر کې پرون له خپل امريکايي سيال ډېوېډ پټرايوس سره وکتل. يوه امريکايي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي،
دواړو مشرانو په خپلو کې ”اساسي، مسلکي او ګټورې” خبرې وکړې
يو امريکايي چارواکى

.

دې چارواکي ويلي، دغو خبرو اترو يو فرصت برابر کړ څو د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره ګډې هڅې څنګه زياتې شي. دواړو مشرانو په سيمه کې د تروريستانو د حضور په وړاندې د مبارزې لپاره خپل تعهد هم څرګند کړ، دغه تروريستان د امريکا او پاکستان ملي امن ته ګواښ ګڼل کېږي.

دې چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

امريکا د پاکستان له اى، ايس، اى ادارې سره د همکارۍ لپاره د لارو چارو د لټولو هڅه کوي، چې په وروستيو کلونو کې يې د امريکا له استخباراتو سره دوستانه اړيکې خرابې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن پرون پاکستان ته په خپل سفر کې د امريکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ په ښه کېدو کې ”د پام وړ پرمختګ“ وستايه.

اژانس زياتوي، وروسته تر هغه چې د تېر ميلادي کال په مې مياشت کې امريکايي ځواکونه په پټه پاکستان ته ننوتل او په ايبټ اباد پوځي ښارګوټي کې يې د نړۍ تر ټولو مطلوب کس اسامه بن لادن وواژه، د پاکستان د استخباراتو او پوځ حيثيت زيانمن شو.

په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن کور
په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن کور
د تېر کال په نومبر مياشت کې افغانستان ته نژدې په سرحدي سيمه کې د امريکايي ځواکونو له خوا د ٢٤ پاکستاني سرتېرو تر وژنې وروسته پاکستان هغه اکمالاتي لارې وتړلې چې له خاورې يې په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته ورباندې اکمالات کېږي.

د فرانسې خبري اژانس زياتوي، وروسته تر هغه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن تېره مياشت د دغو سرتېرو د وژنې له کبله بخښنه وغوښته، د امريکا او پاکستان په اړيکو کې کړکېچ کم شو او پاکستان دغه تړلې لارې بېرته پرانيستلې.

په همدې لړ کې تېره ورځ پاکستان يو تړون لاسليک کړ، چې د ٢٠١٥م کال تر پاى پورې به د بهرنيو ځواکونو کاروانونو ته خپلې پولې خلاصې ساتي، امريکا په پام کې لري تر دې نېټې پورې خپل اکثريت ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
XS
SM
MD
LG