د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

"د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ګاونډیو هېوادونو تر تاثیر لاندې دي"


د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، یو شمېر هغه وکیلان د ایران او پاکستان تر نفوذ لاندي دي، چې کورنۍ یې په دغو هېوادونو کې اوسیږي.

د ولسي جرګې غړې اریون یون وايي، لا هم د یو شمېر وکیلانو کورنۍ په دغو دواړو هېوادونو کې ژوند کوي او دا کار د ملي ګټو پر ضد دی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:41 0:00
مستقیم لېنک

هغه وکیلان چې کورنۍ یې په ایران کې ژوند کوي بیا دا خبره ردوي چې ګنې دوي په تصمیم نیولو کې کې د ایران تر نفوذ لاندې دي.

پخوا تر دې هم په ولسي جرګې کې د ایران او پاکستان د نفوذ په اړه ادعاوې شوې وي، خو دا ځل ځینې وکیلان وايي، د ولسي جرګې یو شمېر هغه غړي د پاکستان او ایران تر اغیز لاندې دي، چې کورنۍ یې تر اوسه پورې په دغو هېوادونو کې دي.

د ولسي جرګې یوې غړې ارین یون ازادۍ راډیو ته وویل، د هغو وکیلانو شمېر چې کورنۍ یې په ایران او پاکستان کې دي، تر شاوخوا دیرشو پورې رسیږي.

نوموړي ادعا وکړه، چې ځینې دغه وکیلان د ځینو هغو مسایلو په څیړلو کې دومره علاقه نه ښيي چې ایران او پاکستان په کې مطرح وي.

د نوموړي په وینا څه موده مخکې له یوه بهرني هېواد سره د ستراتيژیکو اړیکو د تصویبیدو په وخت کې ایران د ځینو وکیلانو له لارې د پیسو په وسیله د دې سند د ردیدو هڅه هم کړې وه.

اغلې یون دغه سند په ډاګه نه کړ، خو پخوا تر دې له امریکا سره د ستراتيژيکو اړیکو د تړون په اړه د ایران د همداسې هڅو راپور ورکړل شوی و، خو ولسي جرګې دغه سند تصویب کړ او یوازې د ګوتو په شمار وکیلانو ورسره مخالفت وکړ.

له هغو وکیلانو څخه چې په ایران کې یې کورنۍ دي، یو هم عبدالقیوم سجادي دی.

ښاغلي سجادۍ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ومنله، چې کورنۍ یې د ۱۳۷۱ کال راهیسې په ایران کې اوسي او بچیان یې هماغلته په تحصیل بوخت دي.

خو نوموړی دا خبره ردوي، چې ګنې په ایران کې یې د کورنۍ موجودیت د ملي مسایلو په اړه د ده په تصمیم نیولو تاثیر کوي:

"که چیرې په بهرنیو هېوادونو کې د کسانو اوسیدو له دې هېوادونو سره د استخباراتي اړیکو څرګندويي وکړي، نو په دې صورت کې خو بیا زموږ ډیر شمېر وزیران او وکیلان له هېواده بهر ژوند کوي او تګ او راتګ ورته لري.

زه فکر نه کوم چې دا دې کوم دلیل وي، چې په بهر کې اوسیدل د ملي ګټو پر خلاف کار کول دي.

که هغوي په افغانستان کې دننه اوسي او که بهر، دا مسئله د دوي په ارادې کومه اغیزه نه کوي."


بل خوا د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د بشر د حقونو د نړېوال کنونسیون له مخې د افغانستان په اتباعو کوم بندیز نشته، چې چیرته یې کورنۍ و اوسيږي.

د ولسي جرګې دویم منشي فرهاد عظیمي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، باید په دې اړه شواهد موجود وي، چې په ایران او پاکستان کې د دولتي چارواکو د کورنیو اوسیدل افغانستان ته کوم ګواښ پيښوي.

هغه وویل، که څوک په چا ادعا کوي، باید شواهد ولري خو تر اوسه چا شواهد نه دي وړاندې کړي.

ځینې کتوونکي بیا د نوموړي برعکس فکر کوي، هغه وکیلان او جګپوړي چارواکي چې کورنۍ یې په ایران او پاکستان کې دي، د ملي ګټو لپاره کار نه کوي.

پخوا هم په ولسي جرګې کې ځینې وکیلان ایران او پاکستان ته په کار کولو تورن شوي، چې خپله وکیلانو رد کړي دي.

ویل کیږي، په حکومت، سیاسي ګوندونو او سازمانونو کې هم داسې کسان شته چې د ایران او پاکستان لپاره کار کوي، خو امنیتي مسئولین وايي، د موندلو لپاره یې هڅې کوي.

د ملي امنیت عمومي رئیس د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته وویل چې دوی د جګپوړو کسانو په ګډون د بیلابیلو حکومتي ادارو پنځلس مسئولین په دې وروستیو کې ایران او پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
XS
SM
MD
LG