د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

په ايران کې طالبانو ته دفتر پرانيستل کېږي



افغان او لویدیځ چارواکي وایی، چې ایران طالبانو ته اجازه ورکړې، چې ددغه هیواد په ختیځ کې ځان ته یو دفتر پرانیزي.

د امریکا والسټریټ ژورنال ددغو چارواکو په حواله لیکلي، چې ایران طالبانو ته له ځمکې نه هوا ته د ویشتونکي میزایل د ورکولو په سر هم خبرې کړي او غواړي پدې ډول له طالبانو سره خپله همکاري زیاته کړي.

د ایران په ختیځ کې طالبانو ته د دفتر د پرانستلو لپاره د تهران دا اقدام وروسته له هغې کیږي، چې کابل او واشنګټن په خپله کې د اوږد مهاله ستراتیژیک مشارکت تړون لاسلیک کړ.

د امریکا والسټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، چې په کویټه کې د طالبانو د رهبري د شورا یو غړي د مې په میاشت کې د ایران په زاهدان ښار کې یو دفتر پرانستلى.

زاهدان له افغانستان او پاکستان سره ګډې پولې ته څیرمه پروت دې او د پاکستان له کویټې ښار نه، چې د طالبانو رهبري شورا په کې پرته ده د ټرانزیټ تر ټولو اسانه لار ده.

طالبان، ايران او امريکا:

والسټریټ ژورنال په کابل کې د ځینو لویدیځو او افغان چارواکو په حواله، چې نومونه یی ندي اخستل شوي لیکلي، چې ددغه دفتر د پرانستلو یو اساسي هدف دادى، څو ایران وکولای شي د امریکایانو پر ضد له طالبانو سره خپلې هڅې همغږې کړي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د جولای میاشتې په لومړیو کې د سپاه پاسداران انقلاب ځانګړې ډلې قدس غړو پر یو پلان خبرې وکړي، چې په افغانستان کې طالبانو ته له ځمکې نه هوا ته ویشتونکي میزاییل واستوي.

د لویدیځو چارواکو په وینا تراوسه پورې دا نه ده تایید شوې، چې ایران طالبانو ته دا میزایل ورکړي او که نه.

د ایران لخوا د طالبانو ملاتړ پداسې حال کې مخ په زیاتیدو دې، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون د لاسلیکولو د مخنیوي لپاره د تهران کمپاین کومه نتیجه ورنکړه.

په کابل کې د ایران سفیر هڅه وکړه، چې د ملي شورا غړي وهڅوي، چې ددغه تړون پر خلاف رايې ورکړي او ګواښ یی وکړ، چې د داسې نه کیدو په صورت کې به تهران افغان کډوال وشړي.

دې خبرداري په افغانستان کې یوه غوغا جوړه کړه او بالاخره د ملي شورا دواړو جرګو د کابل او واشنګټن ترمنځ ستراتیژیک تړون تایید کړ.

والسټریټ ژورنال لیکلي، چې امریکا په افغانستان کې له لسو زیات اډې لري، چې د ایران په دروازه کې پراته دي او دا به ایران ته ډیره اسانه وي، که چیرې حمله پرې وشي، په غبرګون کې په دغو اډو حملې وکړي.

له دې ټولو سره سره ولسمشر کرزي ته یو نږدې چارواکې، چې نوم یی ندې اخستل شوې وایی، چې افغانستان له ایران سره ژورې او نږدې اړیکې غواړي او دده په وینا دا ددوی سیاست دى.
XS
SM
MD
LG