د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

کابل ښاریان د ځینو ډاکټرانو په نسخو کې له شفرونو سر ټکوي


د یو شمېر ډاکټرانو له خوا د ناروغانو په نسخو کې په شفر سره د درملو لیکنه هغه ستونزه ده، چې له امله یې ناروغان او ناروغ لرونکي له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

ناروغان او عام خلک وايي، ځینې ډاکټران د ډیرو پیسو د ترلاسه کولو لپاره داسې درمل لیکي چې یوازې ده پورې اړوند درملتون کې پیدا کیږي او بس.

دوي وایي، که چیرې دا ډول نسخې نورو درملتونونو ته وړل کیږي نو هغوي وایي، چې دا درمل ورسره نشته او باید چې د هماغه ډاکټر له مربوط درملتون څخه وپیرل شي.

یو شمېر کابل ښاریانو په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"۱ـــــ کله چې مو څوک مریض کیږي، نو ډاکټر ته یې وړو، ډاکټر صاحبان چې کله نسخې لیکي، دوي یې په داسې شکل لیکي، چې نورو دواخانو ته یې وروړو هغوي ورباندې نه پوهیږي چې دا څه ډول درمل ده درمل پلورونکي موږ ته وايي په دې کې شفرونه دي او تاسې ولاړ شئ همغې معاینه خانې ته نږدې دواخانې کې دغه دوا پیداکیږي.

۲ــــــ مثلا کله چې مونږ یو نسخه اخلو اوبلې دواخانې ته یې یوسو،وینو چې د درمل پلورنکي پرې هیڅ نه پوهیږي چې دغه دوا څه ده،خو کله چې یې بېرته د معاینې خانې ترڅنګ درملتون ته ور وړو نو په لوړه بیه سره موږ ته درمل راکوي."


په عین حال کې خلک د عامې روغتیا له وزارت څخه غواړي چې د دغو ډاکټرانو د دې غیرقانوني او د پیسو د ترلاسه کولو مخه ډپ کړي.

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت د یو شمېر ډاکټرانو دا غیر قانوني عمل مني او وايي، تراوسه یې لسګونه داسې نسخې موندلي چې په کې ډاکټرانو شفر کارولی دی.

د دې وزارت ویاند حفیظ فیاض د چهارشنې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ځینو مواردو کې یې د دې ډول ډاکټرانو پر وړاندې قانوني اقدامات هم کړي:

"په داسې حال کې چې هر ډاکټر په هرځای کې چې وي له اصولو او پرنسیپ څخه سړغونه وکړي، قیدی نسخه ولیکي، مجازات کیږي او که چېرې یې اصول مراعات نه کړل، له مجازاتو سربېره به یې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت عدلي او قضايي ارګانونه ته معرفي کړي."

په کابل ښار کې د ځینو ډاکټرانو په نسخو کې د شفر لیکل هغه مساله ده، چې خلک یې په کابل سربیره په نورو سیمو کې هم له ستونزو سره مخامخ کړي، د دې ترڅنګ خلک او ناروغان د ډاکټرانو له لوړ فیس او د درملو له ټیټ کیفیت څخه هم شکایتونه لري او وایي، چې لا تر اوسه د اړوندو مسوولانو له خوا په دې برخه کې له ژمنو سره سره لازم اقدامات نه دي شوي.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG