د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

ناټو یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان به یواځي نه پریږدي


ناټو وايي، سره له دې چې په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې له افغانستانه د وتلو پلان لري، خو دا هېواد به هیر نه کړي.

ډګر جنرال ستیفن دي، چې په کابل کې د ایساف د مرکزي قوماندانۍ مرستیال دی وايي، وتل او دا هېواد یواځې پریښودل په دې معني دي چې له یوې سیمې نه څوک ځان ګوښه کړي او همداسې یې پریږدي، خو دې استرالیایي جنرال ټینګار وکړ، چې دوي به افغانستان یواځې نه پریږدي.

هغه وايي، د عسکرو کمول مني، خو له دې هېواده ګوښه کېدل ممکن نه دي.

جنرال ستیفن دی وویل، نړېوالې ټولنې همدا شان ژمنه کړې، چې د افغان حکومت او خلکو تر څنګ به ولاړ وي او دوي دې اطمینان ولري چې باثباته راتلونکې به ولري.

هغه هېوادونه چې د ناټو تر ماموریت لاندې په افغانستان کې فعالیت تر سره کوي تر اوسه یې د افغانستان په اړه ډیرې ژمنې کړي او تر ټولو تازه ژمني یې په توکېو کې وکړې.

د ایساف د مرکزي قومانداني مرستیال چې په بروکسل کې د ویدیویي کنفرانس له لارې خبرې کولې، په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزنې په اړه د نړېوالو ځواکونو د ماموریت په اړه هم وغږیده.

د جنرال سټیفن دی په وینا شاوخوا درې سوه نړېوالې پوځي ډلې افغان ځواکونو ته پر مشورې او روزنې لګیا دي، هغه زیاته کړه چې دا پروګرام د هغه پلان یوه برخه ده څو افغان ځواکونه وکولای شي چې د جګړې په لومرې لیکي کې ځای پرځای شي.

ناټو تیره میاشت داسې ارقام خپاره کړل، چې ښیې د اپریل له میاشتې تر سږکال جون پورې نسبت عین وخت ته په تیر کال کې که وکتل شي نو په سلو کې یوولس شخړې کې شوې دي.

ستیفن دي وايي، دا ارقام چې وروسته له دوه زره لسم کال څخه د دښمن ډیرې حملې ښیې یو ټکان ورکونکې خبر دی.

د هغه په وینا ښې او بدې اونۍ تیرې شوې دي او ان کېدای شي یوه میاشت په ډیر بد وضعیت کې تیره شوې وي، خو د دې جنرال په وینا د وسله والو مخالفینو حملو ته په پاملرني سره د بې امنیو ګراف ټیت وو او دا یوه مثبته نښه ده.
XS
SM
MD
LG