د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

مظاهره چیان: واحد بهشتي دې محاکمه شي


مظاهره چیان: واحد بهشتي دې محاکمه شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:01 0:00
مستقیم لېنک

مظاهر کوونکو د بامیانو د ولایتي شوار د غړي واحدي بهشتي د محکمې کېدو او هم یې د یاد ولایت د څارنوالۍ د رییس یحیي احمدیار د لیرې کېدو غوښتنې کولې. د بامیانو د ولایتي شورا په غړي واحدي بهشتي باندې تور پورې دی چې تېر کال یې په ۱۶ کلنې شکیلا جنسي تېری کړی او وروسته یې په ډزو وژلې ده. مظاهره کوونکو ادعا کوله، چې د بامیانو څارنوالۍ ښاغلي بهشتي له قضیه څخه پاک اعلان کړ او فیصله یې کړې وه چې شکیلا نومې انجلۍ ځان وژنه کړې. مظاهره کوونکو د بامیانو د څارنوالۍ د رئیس یحی احمدیارد استعفا غوښتنه کوله. د مظاهرې یوې ګډونوالې لیلا حیدري وویل، پيښه باید د یوه ګډ کمیسیون له خوا وڅیړل شي: "د شکیلا د قتل د پیښې د دقیقې څیړنې لپاره دې یو باصلاحیته ګډ کمیسیون چې د سترې محکمې، د پارلمان له بې طرفه وکیلانو او د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون استازي په کې شامل وي بامیانو ولایت ته ولېږل شي." خو د بامیانو د څارنوالۍ رییس یحیی احمدیار وايي، چې دوسیه سمه څیړل شوې او مظاهره دده په وینا د ځینو مغرضو کسانو له خوا د سیاسي اهدافو لپاره شوې ده: مظاهره کننده گان خواهان محاکمه واحدی بهشتی یک عضو شورای ولایتی بامیان شدند. واحدی بهشتی عضو شورای ولایتی بامیان سال گذشته، متهم به تجاوز و تیرباران یک دختر 16 ساله به نام شکیلا در ولایت بامیان شده بود. از سوی دیگر مظاهره کننده گان خواهان برکناری یحیی احمدیار رییس څارنوالی ولایت بامیان شدند. آنان ادعا می کنند که څارنوالی بامیان قضیه واحدی بهشتی را به شکل درست پیگیری نکرده و در اخیر فیصله نموده که شکیلا خود کشی کرده است.

XS
SM
MD
LG