د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د غزني په مقر ولسوالۍ کې هم ولسي پاڅون پيل شو


د غزني اندړو د ولسي پاڅون تر بريالي کېدو وروسته اوس د غزني په مقر ولسوالۍ کې هم د سيمې اوسېدونکيو د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون پيل کړی دی.

د تر لاسه شوېو مالوماتو په اساس د مقر ولسوالۍ د بوبند کلي اوسېدونکيو له تېرو څو ورځو راهیسې د وسله والو پر ضد ولسي اخيستې وې، خو وروسته له هغه يې زور ونيو چې په ياده سيمه کې يې تېره ورځ دوه تنه وسله وال ووژل او دوه نور يې ژوندي ونيول.

د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي، چې د مقر په بوبند کې هم د اندړو د ولسوالۍ په څېر ولسي د سيمې اوسېدونکي د خپلو کورونو د ساتلو په موخه را پاڅېدلي دي.

دی وايي، که څه هم پاڅون کوونکي به مرستو ته اړتيا لري خو تر اوسه پورې ورسره نه چا مرسته کړې او نه يې هم غوښتنه شوې ده:

"دا پاڅون څو شپې مخکې د مقر په بوبند کلي کې پيل شوی وو، خو پرون يې دوه تنه طالبان وژلي او دوه نور يي ژوندي نيولي دی.

پاڅون کوونکي ټول عام وګړي او د سيمې اوسېدونکي دي."


بله خوا بيا طالب وياند ذبيح الله مجاهد دا نه مني چې ګواکې په مقر کې دې هم د دوي پر ضد پاڅون شوی وي، خو وايي په سيمه کې يو شمېر جنګيالي شته چې د دوي ملګري به يې ووژني، مجاهد سيمه ييز جنګيالي اربکيان بولي.

تر دې درې مياشتې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون پيل شوی چې وو تر اوسه پورې يې د حکومت له مرستې پرته د دغې ولسوالۍ لسګونه کلي په خپل زور له ولسوالو طالبانو څخه پاک کړي دي.
XS
SM
MD
LG