د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

پاکستان د ناټو اکمالاتي لار په يوه شرط پرانيزي


پاکستاني چارواکي وایي چې د ناټو پرلاریو افغانستان ته پرتیرېدولګول شوی بندیز به ترهغوپورې دوام وکړي د دې هیواد حکومت یې د امنیت ساتلو ضمانت نه وي کړی.

چارواکو د تورخم پوله چې کابل ته له کراچۍ څخه د ناټو د اکمالاتو لیږدوله سریع لارده، د تیرې پنجشنبه په ورځ څواونۍ وروسته تردې بنده کړه چې د پاکستان حکومت له اوو میاشتو بندیز وروسته افغانستان ته د ناټو د اکمالاتي کتارونو د تیرېدو اجازه ورکړې وه.

پاکستاني طالبانو ګواښ کړی چې د ناټو پراکمالاتو به حملې وکړې او تیره سه شنبه یې په جمرود سیمه کې یولاری چلونکې په ډزو وواژه.

د ناټو د اکمالاتو پرکتارونو دغه نوی بندیز په داسېی حال کې لګول کیږي چې ټاکل شوې د پاکستان د پوځيی استخباراتو د ادارې مشرجنرال ظهیرالاسلام د راتلونکې چهارشنبه په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د سي ای اې له مشرډیوېد پترویس سره خبرې وکړي.

دا به د دغې ادارې د مشرپه توګه د هغه له ټاکل کېدو وروسته په یوه کال کې لومړی ځل وي چې دا ډول خبرې ترسره کېږي.

د خیبرپښتونخوا د ایالت یوه سیمه ییزچارواکي فرانسپرس خبري اژانس ته وویل، کله چې هغه امنیتی پلان چې د دې ایالت ملکي چارواکو، پولیسو او سرحدي ملیشو په ګډه جوړکړی، نهایي اوتصویب شي، نو د ناټو لاریو ته به اجازه ورکړل شي چې د تورخم پرپوله افغانستان ته واوړي.

د دې ایالت چارواکو وویل چې یولس ورځې وړاندې یې مرکزي حکومت ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې وه چې دغه پلان هرڅومره ژر چې کېدای شي تصویب کړي.

خو د خیبر پښتونخوا د ایالت د اطلاعاتو وزیرمیا افتخارحسین دې اژانس ته وویل چې تراوسه دوی د مرکزي حکومت ځواب ندی ترلاسه کړی.

د فرانسپرس په وینا د مرکزي حکومت چارواکو هم تراوسه په دې اړه څرګندونې ندي کړي.

اسلام اباد د ناټو پرمخ د اکمالاتو لارد تیرکال په نومبر کې د امریکا د هوایي برېد په عکس العمل کې چې ۲۴ پاکستاني پوځیان پکې وژل شوي و، بنده کړې وه او د روانې جولای میاشتې په دریمه یې وروسته له هغې چې واشنګټن د دغې پیښې له امله بخښنه وغوښته، بیرته پرانستله.

افغانستان ته د پاکستان له بلې له جنوب لوېدیځې لارې د ناټو پراکمالاتو پرتیرېدو بندیز نه دی لګول شوی خو د لاریو د تیرېدو شمیر کم شوی دی.

د اشرف خان په نامه د ګمرک یوه مامور فرانسپرس ته وویل چې ۵۸ لارۍ په چمن کې تم دي چې افغان چارواکي یې د ګمرک چاری بشپړې کړي.

د پاکستان د تیلو د ټانکرونو د اتحادیې مشراکرم خان درانی وایي، له کراچۍ څخه به ډیرې لارۍ ترهغو حرکت ونکړي چې د امنیت د خوندي توب او تاوان ورکولوضمانت یې حاصل شوی نه وي.

هغه فرانسپرس ته وویل، ترهغوپورې چې په دې اړه ډاډ نه وي حاصل شوی دوی به هیڅ چیرې هم حرکت ونکړي.

د د راني په وینا په پاکستان کې حالات وروسته تردې ډیرخطرناک شول چې د دې هیواد ډیروسیاسي ګوندونو او مذهبي ډلو د ناټو د اکمالاتی لارې په وړاندې مخالفت څرګند کړ او که د دغو لاریو امنیت ونه ساتل شي، پاکستاني طالبان به هرچیرې چې وي پرې حملې وکړي.
XS
SM
MD
LG