د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

"د پاکستان د راکټي بریدونو مساله مو له خپلو نړیوالو متحدینو سره مطرح کړه"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دافغانستان پر ختیځو سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې راکټي حملې وغندلې او د هغې د دریدو غوښتنه یې وکړه.

بل خوا په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند هم دغه حملې تایید کړي او ویلي یې دي، چې د مخنیوي په اړه به یې د افغانستان پاکستان او ایساف په درې اړخیزې غونډه کې بحث وشي.



د کورنیوچارو وزارت وايي، د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ختیځو سرحدي سیمو راکټي حملې له یوه ورځ او یوه شپه دریدو وروسته بېرته پیل شوي دي.

د کورنیوچارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل، افغان دولت په خپل ټول توان هڅه کوي چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو دغه حملې بندې شي.

نوموړي دغه حملې وغندلې او ویې ویل:

″د افغانستان امنیتي ځواکونه د افغانستان د خلکو په خدمت کې دي، هر عامه مصلحت او هره ملي پریکړه چې کیږي، پرته له شکه د افغانستان ځواکونه او د افغانستان خلک له ځان دفاع کولای شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو ځلې بیا د راکټونو راغورځیدل په شدت سره غندي او د هغې د بندیدو غوښتونکی دی.″

ښاغلي صدیقي وویل، د دې حملو په اړه به د افغان حکومت اقدام مسوولانه وي او په داسې حرکت به لاس پورې نه کړي، چې پاکستان پورې کړی.

نوموړي وویل، افغان حکومت دغه مساله له خپلو نړیوالو متحدینو سره مطرح کړې.

د دوشنبې په سهار د کونړ سیمه یېزو چارواکو هم ازادي راډیو ته وویل؛ چې تیره شپه د کونړ په ځینو سرحدي سیمو د توپ پنځوس مرمۍ لیګیدلي.

د ایساف ځواکونو ویاند چې یو ځلې یې د پاکستان له خاورې د دې حملو په اړه ناخبري ښودلې وه، دغه حملې تایید کړې ، او ویل، ددې حملو د مخنیوي لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.

ګوینتر کتس په دې ګډ خبری کنفرانس کې وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د دې مسالې په اړه د افغانستان، پاکستان او ایساف درې اړخیزه غونډه وشي:

″د افغانستان، پاکستان او ایساف په درې اړخیزه کتنه کې به چې په دوره یي ډول کیږي، د راکټی حملو په اړه بحث کوو، او په دې اړه چې څومره اندیښنې دي، وبه یې څیړو.″

څو ورځې مخکې د پاکستان حکومت هم له خپلې خاورې نه دغه راکټی حملې ومنلې خو ویې ویل، چې د شورشیانو د له منځه وړلو لپاره کیږي.

پاکستانیو چارواکو به پخوا دغه حملې ردولې.
XS
SM
MD
LG