د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

"د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو عسکرو څه باندې شل حملې شوي"


په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه وايي، چې د افغان سرتیرو له خوا د دوی پر سرتیرو د ډزو هره پیښه په جدي توګه څیړل شوې؛ خو د دوی په خبره په دې پیښو کې د وسله والو مخالفانو لاس لرل ډیر نه محسوسیږی.

په کابل کې د آیساف ځواکونو ویاند جنرال ګوینټرکټز د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ چې ژور خفګان، رواني ستونزې او ځینې نور مسایل سبب شوي چې افغان پولیس او سرتیري پر نړیوالو ځواکونو ډزې وکړي.

جنرال کتز څرګنده کړه، چې د روان میلادي کال له پیل نه تراوسه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر بهرنیو سرتیرو د ډزو یو ویشت پیښې شوي دي:

"موږ له دغو پیښو نه هره یوه جدي نیولې او په دې اړه مو جدي څیړنې کړي.

هغه څه مو چې د څیړنو په ترڅ کې موندلي، د دې ډول غمجنو پیښو لامل شخصي موضوعګانې،فشاراوداسې نور مسایل دي.

د وسله والو مخالفانو لاس لرل او نفوذ په دې ډول پیښو چې هغوی ادعا کوي په ډیره ټیټه کچه کې دی".


خو ښاغلي کتز چې د دوشنبې په ورځ یې د کورنیو چارو وزارت له ویاند سره په یوه ګډ خبري کنفرانسې کې خبرې کولې په دې پیښو کې د بهرنیو سرتیرو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

خو د راپورونو پراساس په دا ډول پیښو کې تل بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په بیلا بیلو ولایتونو کې یوشمیر افغان امنیتی ځواکونو کله نا کله پر بهرنیو سرتیرو او روزونکو ډزې کړي چې په ډیرو دا ډول پیښو کې هغوی په خپله هم په متقابلو ډزو کې وژل شويدي.

په دې ډول پیښو کې وسله والو طالبانو ترډیره د لاس لرلو ادعا کړې.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند د امنیتي ځواکونو د ظرفیت پر لوړولو ټینګار کوي او وايي، چې د هیواد په دننه او له هیواد څخه بهر د دې ځواکونو د لا روزنې لپاره د دوی هلې ځلې دوام لري.

صدیق صدیقي څرګنده کړه چې سلګونه پولیس به په نږدې راتلونکې کې په مسلکي برخه کې د لا روزنې په هدف مصر او ترکیې ته ولیږل شی:

"سږ کال مو په لومړیو څلورو میاشتوکې درې سوه پولیس افسران مصر ته ولیږل دوی به په یو او دو میاشتنیو کورسونو کې د امنیت د ټینګښت،د زندانونو او توقیف خانو د ساتنې،د بشري حقوقو د رعایت او داسې نورو مسایلو په برخه کې زده کړې وکړې.

ټاکل شوې د روان لمریز کال ترپایه اته سوه پولیس افسران مصر ته ولاړ شي او تر یوې میاشتې پوره به پنځه سوه محصلان چې په آزموینه کې بریالي شوي د ترکیې د سیواز د پولیسو اکاډمۍ ته ولاړشي".


دا په داسې حال کې ده چې د پولیسو له نه مسلکي توب څخه په دې هیواد کې انتقادونه کیږي او ویل شوي چې همدا ستونزه په ډیرو مواردو کې د دې لامل شوې چې پولیسو د خلکو پر وړاندې ناسم چلند وکړي.

د امنیتی چارو کارپوهان په دې باور دي چې د امنیتی ځواکونو د تجهیز ترڅنګ باید د هغوی مسلکي زده کړو ته هم پاملرنه زیاته شي.

ټاکل شویده د راتلونکې میلادي کال تر نیمایی پورې د افغانستان د ټولو سیمو امنیتی مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

خو له مسلکي او تجهیزاتي پلوه د افغان امنیتی ځواکونو نیمګړتیاوو ته په پام داسې اندیښنې موجودې دي چې دوی به د ټولو امنیتی مسوولیتونو د ترلاسه کولو توان ونلري.
XS
SM
MD
LG