د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د تاجکستان یوې مخالفې ډلې حکومت ته ځانونه تسلیم کړي


وورسته له هغې چې د تاجکستان چارواکو د یوه پخواني مخالف وسله وال د نیولو لپاره؛ چې د یوه سیمه ییز امنیتي مشر په وژلو تورن دی، د نویو حملو ګواښ وکړ، نو یاغیانو د تاجکستان له حکومتي عسکرو سره له مخامخ کیدو لاس اخیستی او د یکشنبي په ورځ یې حکومت ته تسلیمیدل پیل کړي او خپلې وسلې پرمځکه ږدي.

ولسمشر امام علي رحمان د تیرې سه شنبي په ماښام وروسته له سختو شخړو د اوربند اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه؛ چې هر هغه څوک به عفو کړي، چې خپله وسله پرمځکه کیږدي او غوښتنه یې وکړه؛ چې یاغیان دی طالب ایام بیک اوف چې یو پخوانې مخالف وسله وال دې له درې نورو جګړه مارو سره وروسپاري.

د تاجکستان یو لوړ رتبه امنیتي چارواکي رویټرز خبرې اژانس ته د خپل نوم د نه خپرولو په شرط د یکشنبې په ورځ وویل؛ چې یاغیانو تسلیمدل پیل کړي او تر اوسه یې لسګونو ټوپکونو سپارلي دي.

هغه ویلي، موږ هیلمند یو، چې هر څه به په سوله ییزه توګه پای ته ورسیږي. د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت دا خبر تایید کړی او وایي، د دې غیر قانوني وسله والې ډلې غړو د بدخشان په سیمه کې د خپلو وسله تسلیمول پیل کړي او له دې سره سم بخښل شوي هم دي.

ولسمشر امام علي رحمان د سې شنبي په ورځ په دې سیمه کې د یوه مخالف قوماندان ایام بیک اوف د تعقیب لپاره سیمې ته عسکر لیږلي وو.

ایام بیک اوف په دې تورن دی، چې یو لوی حکومتي صاحب منصب عبداله نظروف یې په بدخشان سیمه کې وژلی و.

چارواکي وايي، په دې سختي نښتې کې چې د امنیت او ثبات په اړه یې اندیښنې راپارولی دي، اولس عسکر، دېرش یاغیان او د سیمې یو ملکی کس وژل شوي دي.

د شنبې په ورځ وروسته له څو ورځنیو خبرو اترو مقاماتو وروستی خبرداری خپور کړ او ویې ویل؛ چې د یادغیانو پر ضد به پراخ نوي پوځي عملیات تر سره کړي مګر دا چې دوی تسلیم شي.

یاد شوي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، که څه هم چې د تاجکسستان د مقاماتو ټولو غوښتنو ته ځواب نه دی ویل شوی؛ خو مهمه خبره دا ده، چې دا مساله اوس په سوله ییزه توګه تمامه شوه.

په دې پړواو کې د ایام بیک اوف د تسلیمدو او د نظراوف د وژلو د تور په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي. دغه امنیتي سرچیني رویټرز ته دا هم ویلي، چې مخالف وسله وال وايي، چې دوی په افغانستان کې دي او موږ نه شو کولی؛ چې د دوی مخه ونیسو.

خو د هغه په وینا عمده خبره اوس دا ده، چې دغو خلکو له شخړو لاس اخستی او مساله په سوله ییزه توګه تمامه شوه او موږ به وروسته د ایام بیک اوف د نیولو مسالې ته راشو.

ایام بیک اوف چې له نولس سوه دوه نویم تر اوه نویم کلونو پورې د امام علي رحمان پرضد په کورنۍ جګړې کې برخه اخیستي؛ د نظراوف په وژنه کې له لاس لرو انکار کوي.

رویټرز لیکي، د هغو جنګیالیو د نفوذ ویره شته، چې له طالبانو سره لاس لري او د ایام اوف ملاتړ کوي.

تاجکستان له افغانستان سره نیژدې پولې لري او یواځې هغو لاریو ته اجازه ورکوي، چې تجارتي مالونه انتقالوي او یا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره اکمالات رسوي.

یو شمیر سیاسي کتونکي وايي، د امام علي رحمان د ځواکونو له خوا په وروستیو دوه کلونو کې په دومره پراخه بڼه د ا نوې پوځي عملیات یو ډول ښودنه ده؛ چې هغوی د منځني اسیا په دې هېواد یعني تاجکستان باندې چې د کورنۍ جګړې تر ختمیدو پینځلس کاله ورسته هم په کې حالات نازک دي؛ په ټولو برخو یې خپل کنترول لري.

تاجکستان د پخواني شوروي د پینځلس هیوادونو په کتار کې تر ټولو بې وزلی هیواد دی؛ چې د کورنۍ جګړې پر مهال په کې په لسګونو زره تنه ووژل شول.
XS
SM
MD
LG