د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

مېرمن ایوبي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د رسنیو پر سانسور تورن کړ


په کابل کې د یوې راډیو مسوولین وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کړې، چې د دې راډیو له لارې د ولسي جرګې د دوو غړو ترمنځ د یوې شخړې په اړه د راپور د خپریدو مخه ونیسي.

د کلید ګروپ رییسه نجیبه ایوبي وايي، حکومت دنده لري؛ چې د خبریالانو اوخبري رسنیو امنیت خوند کړي.

هغې په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې د طلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین تورن کړ؛ چې غواړي په لوی لاس خبري رسنۍ سانسور کړي:

″ولې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د افغانستان د اساسي قانون او رسنیو پر قانون خلاف یوې رسنۍ ته امر اونهې وکړ؛ چې داسې وکړﺉ او داسې مه کړئ.

د فرنګ وزیر په لومړي سر کې ویلي، چې یاد ګزارش اصلاح شي او حتی که چېرې یې اصلاح هم وي، د ګزارشونو اصلاح یواځې د مسلکي کسانو کار دی، هغوی صلاحیت لري او هر څوک صلاحیت نه لري، چې د هرې رسنۍ ګزارشونه اصلاح کړي، په داسې حال کې چې هغه په ډېر صراحت سره وویل؛ چې نشرات بند کړئ.″


مېرمن ایوبي وايي، وروسته له هغه د وسله والو کسانو له خوا هم ګواښول شوې؛ چې د جمعې په ورځ کلید راډیو له خوا د پلچرخي په سیمه کې د لاجورد احمدزي په تشخیصیه کلینیک کې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي ملاترخیل او د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد ترمنځ د وسله والې نښتې راپور خپور کړ.

په عین حال کې د ولسي جرګې دواړو غړیو په همدې ورځ یاده نښته ردکړه او ویې ویل؛ چې په یاده سیمه کې هیڅ ډول نښته نه ده رامنځ ته شوې.

ملا تره خیل کوچي، چې د ولسي جرګې د شکایتونو اوریدلو کمیسیون په غونډه کې وویل، کليد راډیو د ده په اړه ناسم راپور خپور کړی:

بل خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین هم د ولسي جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون غونډې ته په خبرو کې دا تور رد کړ؛ چې ګنې ده د کلید راډیو له خوا د یوه راپور د خپریدو مخه نیولې ده.

هغه وویل، چې یاده موضوع به د سې شنبې په ورځ د خبري رسنیو د سرغړونې په کمیسیون کې وڅیړل شي.

″دغه زموږ دنده ده، چې یادو شکایتونو ته رسیده ګي وکړو، د سې شنبې په ورځ ۱۱ بجې، ټاکل شوې، چې د خبري رسنیو د سرغړونې د څار په کمیسیون کې په دې اړه غونډه جوړه شي؛ وکیل صاحبانو او د رسنیو استازي به هم راځي، ترڅو د وکیلانو حثیت ته زیان ورنه رسیږي او همدرانګه د بیان ازادي هم له محدودیتونو خوندي شي.″

د جمعې په ورځ د کابل کې د کلید راډیو په ګډون ځینو چاپي او او برېښنايي رسنیو خبر ورکړ؛ چې په کابل د پلچرخي په سیمه کې د ملاترخیل او الله ګل مجاهد کسانو ترمنځ په روغتون کې نښته رامنځ ته شوه؛ چې څو ساعته یې دوام درلود.

هغوی وايي، د پيښې په اړه د کابل دامنیې قومندانۍ نقل قول او همدارنګه په سیمه کې عکسونه او ویډیو کلیپونه هم ورسره شته.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG