د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

هره اداره چې د ولسمشر کرزي فرمان عملي نه کړي له قانوني چلند سره مخ به شي


د افغانستان جمهورې ریاست خبردارۍ ورکوي، که چېرې هره اداره او هر مقام د ولسمشر د وروستي فرمان په ټاکلي وخت عملي نه شي کړای د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د ولسمشر حقوقي سلاکار او د عدلي او قضايي بورډ مشر نصرالله ستانکزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل؛ ولسمشر هیله مند دی، چی صادر کړی فرمان به یې پر وخت او زمان سره عملي شي.


د جمهوري ریاست د ارګ په ماڼۍ کې چارواکي خبرداری ورکوي، هر هغه اداره او یا چارواکی چې د جمهور رییس حامد کرزي فرمان په خپل وخت کې عملي نه کړي، د جزا د قانون له مخې به عدلي تعقیب شي.

د جمهور رییس حقوقی سلاکار او دعدلي او قضایي بورډ مشر نصرالله ستانکزی وايي؛ نوی فرمان به له هر هغه چارواکي سره مبارزه وکړي، چې په اداري فساد کې ښکیل وي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته په دې اړه وویل:

″که چیرې هغه ادارت چې وظایف ورکړل شوي، په ټاکلې نېیټه ترسره نه کړي، ولې په فرمان کې هغوی ته موئدات یا اجرایوی ضمانتونه نه دي ورکړل شوي، په عملي لحاظ معمولاً پالیسي ګانې استراتیژۍ او لار ښودونکي فرمانونه؛ لکه، دغه فرمان په خپل متن د فرمان کې موئدات نه لري.

د دې فرامینو اجرایوي ضمانت په قوانینو کې راځي، بناءً که هره اداره هره مرجع او هر مقام، د دغه فرمان احکام عملي نه کړي، د افغانستان د قوانینو له مخې، په احمالي جرایمو باندې محکومیږي، په هغه وخت کې قانون په اتومات ډول له هغوی نه پوښتنه کوي او د افغانستان د جزا د قانون پر اساس د تعقیب وړ دی.″



پخوا تر دې ځینو کتوونکو انتقادونه کړي وو، چې د جمهور رییس په نوي فرمان کې له فرمان څخه له سرغړونکو سره به څه چلند کیږي؟

په عین حال کې داسې انتقادونه هم کیږي، چې د دې فرمان لپاره اجرایوي ضمانتونه نه دي بیان شوي.

خو د ولسمشر جقوقي سلاکار وایي، چې په دې ډول فرمانونو کې اجرایوي ضمانت نه بیانیږي؛ بلکې د هیواد د قوانینو له مخې اجرات کیږي.

ښاغلي ستانکزي وویل، ملي شورا په ځانګړي توګه ولسي جرګه، د چارو اداره، د وزیرانو شورا دارالانشا، د جمهوري ریاست عدلي او قضایي کمیټه د ملي امنیت شورا او لویه څارنوالۍ له نورو ادارو سره په ګډه د اداري فساد پر وړاندې او د امنیت په برخه کې د دې فرمان پر پلي کېدو به څار کوي.

ځیني کتوونکي بیا د دې فرمان د عملي کېدو په اړه خوشبینه نه دي.

د حقوقی چارو کارپوه عبدالستار سعادت په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل، چې اجرایه قوه نه شي کولای ځیني کسان د قانون منګولو ته وسپاري:

″قضایه قوه خو یواځې حکم کوي او د تطبیق مرجع بېرته اجرایه قوه ده، زه په دې باور یم، چې دلته د قدرت دومره قوي جزیرې دي، چې نظام کاملاً د هغوی په مقابل کې کمزوری دی اونه شي کولای چې هغوی د قانون منګولو ته وسپاري او اوس د قدرت د همدو جزیرو استازې په وزارتونو او نورو مهمو څوکیو کې ناست دي او که چېرته همدغه کسان له دندې ګوښه کړي او که چېرې همدا جزیرې خپل ملاتړ له دې نظام نه واخلي د دې نظام بقا اصلا نشته یعنې زه له به ده مرغه دلته خوشبینه نه یم.″

افغان ولسمشر د زمري یا اسد میاشتې په پنځمه نېټه یوسله څلور شپیته ماده یي فرمان صادر کړ او په هغې کې دولتي ادارو ته لار ښوونه شوې، څو د اداري فساد پر وړاندې او د ښې حکومتدارۍ د رامنځ ته کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

د ولسمشر په دې فرمان کې د افغانستان سترې محکمې ته امر شوی، څو په شپږو میاشتو کې ټولې دوسیې په ځانکړي توګه د اداري فساد ځمکو د غصب او د ځنځیري وژنو دوسیې وڅیړي.

په دې فرمان کې نږدې ټولو وزارتونو ته هم د یو لړ مشخصو چارو د ترسره کولو لپاره دوه، څلور یا شپږ میاشتې وخت ورکړل شوی دی.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG