د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

ايټاليا له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې


د ايټالوي ځواکونو پوځي ګاډي
د ايټالوي ځواکونو پوځي ګاډي
د ايټالیا حکومت د خپلو مرستو د پيسو تر نیمايي زیاته برخه پر تعلیمي پروژو مصرفوي.
د ایټالیا حکومت سږکال له افغانستان سره د مرستې له پيسو څخه څلور لکه ایرو کمې کړې دي.

دا حکومت به سږکال یوازې پینځه ملیونه ایرو مرسته کوي.

د هسپانیې حکومت هم ویلي دي، چې له افغانستان سره د خپلو مرستو اندازه به یوازې څو ملیونه ایرو ته محدوده کړي.

له افغانستان سره عمده مرسته کوونکو د روانې میاشتې په پيل کې ژمنه وکړه ، چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه به له دې هیواد سره شپاړس ملیارده ډالر مرسته کوي.

دا مرستې د پر پراختیايي پروژو لپاره او د پخوا په پرتله لږ دي.

یوشمیر هیوادونه ، چې په انفرادي ډول د (PRT) ولایتي بیارغونې ډلوله لارې له افغانستان سره د پراختیايي پروګروامونو لپاره مرستې کوي ، په دې کې نه دي شامل .

دې هیوادونو له افغانستان څخه غوښتنه کړې ده ، چې د موجود اداري فساد د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

په هرات کې د ایټالیا د ملکي او پوځي بیارغونې د ډلې مشر فرانسسکو پرینسیپي رویټرز اژانس ته ویلي دي، چې د اقتصادي ستونزو په خاطر زیاته اندازه پيسې له لاسه وتلې دي.
ایټالیا څلورم هیواد دی ، چې د ناټو تر قومانده لاندې یې زیات عسکر افغانستان ته استولي دي.

د دې هیواد ۴۰۰۰ عسکر په هرات کې دي.

د ښاغلي پرینسیپي په وینا ، په افغانستان کې د ایټالیا د مرستو ۴ لکه ایرو ، چې کمې شوې دي، تر ډیره حده د پراختیایي کارونو لپاره د تیلو د برابرولو لپاره لګیدې.

د ایټالیا د بیارغونې د ډلې تر ټولو ستره پروژه د هرات د هوايي ډګر جوړول وو . د هرات ښار د دې نوي هوايي ډګر پر بیارغونه او پراختیا لږترلږه یو ملیون او څلور لکه ډالر لګیدلي دي.

په عین حال کې ، د هسپانیې حکومت ، چې د ناټو تر قومانده لاندې یې، یونیم زر عسکر په افغانستان کې میشت دي، د پراختیایي پروژو لپاره په مرستو کې د زیات کمښت خبره کړې ده .
د هسپانیې عسکر په بادغیس او هرات کې په بیارغونه بوخت دي.

په بادغیس کې د هسپانوي ځواکونو قوماندان رویټرز ته ویلي دي، چې د دوی حکومت د اقتصادی فشار له امله ، په افغانستان کې له پراختیايي پروژو سره د مرستو د کمولو پریکړه وکړه.

تیرکال هسپانې په افغانستان کې لس ملیونه ایرو د پراختیايي پروژو لپاره ورکړې وې.

دوی به سږکال یوازې ۷ ملیونه او درې لکه ایرو مرسته وکړي.
دا پیسې به د سرکونو پر بیا رغونه مصرف شي.

رویټرز اژانس لیکي، په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو سره سم ، ښايي د بډایو هیوادونو مرستې هم کمې شي.

د رویټرز په لیکنه ، ویره ده ، چې په افغانستان کې موجود اداري فساد او نازک امنیتي وضعیت به د دې سبب شي، چې دا هیواد په پښو ونه دریږي.

په بادغیس کې د هسپانوي ځواکونو قوماندان رویټرز اژانس ته ویلي دی، چې یوازې په تیره میاشت کې د بیارغونې شپږو ډلو خپل کار بند کړی دی.

دا ډلې درې امریکايي، دوه سویډنۍ او یوه د جرمني وه .
XS
SM
MD
LG