د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

″د افغانستان په نا امنه کولو کې بېلابېلو ډلې لاس لري″


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان لمریز کال په لوموړیو څلورو میاشتو کې وسله والو طالبانو، حقاني او القاعده شبکو او د سیمي استخبارتي کړیو هڅه وکړه، چې د افغانستان امنیتي وضعیت لا خراب کړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې په پاکستان کې د لښکري طیبه، جیش محمد، د پاکستانیو طالبانو غورځنګ، د طاهر یولداش د ازبکو وسله والو ډلو هم د افغانستان د نا ارامه کولو هڅه کړې ده:

“له تیرو څو ورځو راهیسې دا خبرې کیږي، چې امنیتي حالت ښه نه دی او د خرابۍ خواته روان دی، وروسته تر ځینو حملو، زموږ انګېرنه دا ده، چې طالبان او ملګري یې لکه حقاني او القاعده شبکې او د سیمي استخباراتي کړۍ، د سږ کال په لوموړیو څلورو میاشتو کې ډیره لویه پانګونه کړې، چې امنیتي حالت خراب کړي.

ډیره هڅه یې دا وه، چې د افغانانو پر ضد لويې دسیسې جوړي کړي او امنیتي حالت خراب کړي.”

ښاغلي صدیقي د ۱۳۹۱ لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات ورکړل.

ده وویل، په دغو څلورو میاشتو کې ۴۷۰ تنه ملي پولیس او ۱۶۵ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۱۲۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف هم ویلي وو، چې په تیرو درو میاشتو کې د تیر کال د همدې وخت په پرتله د وسله والو مخالفینو بریدونه ۱۱ فیصده ډیر شوي دي.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي صدیقي وویل؛ چې د تیرو دوو ورځو راهیسې د پاکستان له خاورې په کونړ ولایت راکټي حملې بندې شوي دي:

“د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په رسمي ډول د راکټونو ویشتل ومنل، له بده مرغه تر اوسه یې انکار کاوه.
له نیکه مرغه له دوو ورځو راهیسې د راکټونو راِغورځول بند شوي، په دې اړه د افغان حکومت له ټولو هڅو سره چې کړي یې دي هیله لرو چې بیا تکرار نه شي.”

د کورنیو چارو وزارت داسې وخت د پاکستان له خاورې د افغانستان پر خاوره د راکټونو د توغولو د بندېدو خبر ورکوي، چې پروسږ کال دغه حملې پیل سوې بیا ودرېدې او سږ کال یې بیا شا او خوا پنځه میاشتي دوام وکړ.

د راپورونو له مخې په تیرو دوو میاشتو کې د پاکستان له خاوري تر زرو ډیر راکټونه کونړ ولایت ته راغورځول شوي، چې تر ۲۰ ډیر ولسي خلک یې وژلي.

خو لا تر اوسه نه ده معلومه چې د پاکستان له خاورې به دغه راکټي حملې د تل لپاره بندې شي او که نه د څو ورځو له تیریدو وروسته به بیرته پیل شي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG