د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

د سوریې حکومتي ځواکونو پر حلب ښار د هلیکوپټرو ډزې کړي


Syria - A handout picture released by the Syrian opposition's Shaam News Network on July 27, 2012 shows destruction in the Juret al-Shayah district of the central city of Homs, 27Jul2012
Syria - A handout picture released by the Syrian opposition's Shaam News Network on July 27, 2012 shows destruction in the Juret al-Shayah district of the central city of Homs, 27Jul2012
د سوریې فعالان وایي، حکومتي عسکرو د جمعې په ورځ، په دوهم ستر ښار حلب کې په یو شمېرځایونو د هلیکوپټرو ډزې وکړې.

راپورونه وایي، د سوریې پوځ د پنجشنبې له ورځې راهیسې د ښار په لمنو کې د یوې سترې تهاجمې حملې لپاره تیاری نیولی و.

د یاغیانو ″د آزادې سوریې د پوځ″ ویاند ډګروال عبدل جبار العقیدي وایي، حلب ښار ته د حکومتي عسکرو مرستندوی ځواکونه رسیدلي دي او شاوخوا سل عرادې ټانکونه ورسره دي.

د حلب ښار یو شمېر اوسیدونکې، د جنوب لویدیځ کلیو ته تښتېدلې دي.

د جمعې په ورځ د سوریې په جګړو کې شاوخوا دېرش کسان ووژل شول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنرې ″ناوې پیلې″ د دمشق په شاوخوا سيمو کې د حکومتي ځواکونو له خوا د ملکې خلکو د یو مخيزه وژنو د تایید شویو راپورونو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

پیلې وایي، په ښارې سيمو کې د درندو وسلو، ټانکونو، جنګي هلیکوپټرو او حتی د جنګې جټ الوتکو زیات استعمال د ملکیانو ژوند له زیات خطر سره مخامخ کوي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ″بان کي مون″ هم د جمعې په ورځ وویل؛ د سوریې د حکومت د هغه ګواښ په اړه ډېر اندیښمن دی؛ چې وایي، د بهرنیو ځواکونو د حملې په ځواب کې به کیماوي وسلې استعمال کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په لندن کې د انګلستان د بهرنیو چارو له وزېر ″ویلیم هیګ″ سره په ګډ خبرې کنفرانس کې د خبرو پر مهال دغه راز د سوریې له حکومت څخه وغوښتل؛ چې په هیڅ حالت او شرایطو کې باید د ډله یېزې وژنې وسلې استعمال نه کړې.

″بان کي مون″ او ″هیګ″ دواړو د سوریې د حلب ښار د شخړو د زیاتېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر په حلب ښار باندې د سوریې د حکومتي ځواکونو حمله په مطلق ډول د شخړې پراخول وبلل.

د انګلستان صدراعظم ″ډېوېډ کامرون″ هم د جمعې په ورځ د ترکیې له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره په لندن کې په ګډ خبرې کنفرانس کې د سوریې د وضعې په اړه خبرې وکړي.

“موږ د سوریې د بیرونکو حالاتو په اړه ډېرې خبرې وکړې او ریښتینې اندیښنه مو دا ده، چې رژیم د حلب ښار په شاوخوا کې د وحشتناکو اعمالو د تر سره کولو په حال کې دی.

دا به بیخې د منلو وړ نه وي. دا رژیم باید ومني، چې غیر مشروع دی. په غلطه دی، خپل اعمال باید بند کړي. د بشار الاسد او د هغه د رژیم تر ړنګېدو پورې به د نړیوالې ټولنې فشارونه روان وي.”


له بلې خوا، پولنډ د جمعې په ورځ وویل، په سوریې کې یې خپل سفارت تړلی او په دمشق کې د امنیتي حالت د خرابیدو له امله یې خپل ډپلوماټان ایستلي دي. د پولنډ سفارت په دمشق کې د امریکا د متحده ایالاتو چارې هم پر مخ وړلې.
XS
SM
MD
LG