د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

افغان سوداګر په لویو لارو کې نصب شوي تلې د فساد سرچینه بولي


د سوداګرۍ خونه او افغان سوداګر شکایت کوي چې د هیواد په لویو لارو نصب شوی تلې په کمپیوټري معیار برابرې نه دي او په ځینووختونو کې له تشو موټرو څخه هم پیسې اخلي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل؛ چې له سوداګرو څخه بې ځایه پیسې اخیستل د دې سب کیږي، چې سوداګر خپل مالونه په لوړه بيه وپلوري.

ښاغلي الکوزي وویل، چې له سوداګرو څخه د دې او ځینو نورو بې قانونه باج اخیستلو زیان په مستقیمه توګه عامو خلکو ته رسیږي.

″په داخل د مملکت کې یې ترازو ګانې نصب کړي دي او وایي، چې ستا وزن اضافه دی، خلکو خالي موټر راوستل قلفونه یې ورواچول او په ترازو ګانو یې ودرول، دوی ورته وویل؛ چې وزن دې پنځوس ټنه اضافه دی، هغه ورته وویل، چې نه دی اضافه، چغې یې ورته ووهلې، خو دوی ورته وویل، چې که اضافه وي که نه؟ موږ ته شل زره روپۍ راکړه.

د ترازو هیڅ اصول نه دی معلوم، موږ ترینه سپوږمو ته رسیدلي یو، د فساد یوه وسیله ګرځیدلې ده، دا والیانو او یوشمېر محلې قومندانانو ځانته اجاره کړي دي.″


یوشمېر نور سوداګر هم وایي، چې د هیواد دننه بې قانونه باج اخیستل په بیو ډیراغیز کوي.

یو تن سوداګر نظام الدین تاج زاده په دې اړه وایي:

″دا چې د افغانستان په مارکیټ کې بعضې اجناس نظر نورې دنیا ته ګران دي، علت یې دا دی، چې ډیمریج ورکوو، اخاذي ګانې ورکوو، ښاروالي ګانې موږ نه پیسې اخلي او ځینې پاټکونه یې اخلي.″

په دې وروستیو څو کلونو کې د افغانستان د فواید عامې وزارت د هېواد په لویو لارو کې یو شمېر تلې نصب کړي ترڅو په سړکونو د دروند بار له تګ راتګ څخه مخنیوی وکړي.

د دغه وزارت چارواکي هم په یو شمیر ترازو ګانو کې د فساد موضوع مني خو وایي چې دغه زمینه خپله سوداګرو برابره کړې ده.

د فوایدې عامې وزارت د لویو لارو د ساتنې او څارنې مرستیال احمدشا وحید ازادي راډیو ته وویل؛ چې دوی تراوسه پنځه هغه کسان لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي؛ چې له باروړونکو موټرو څخه یې پيسې اخیستې دي.

″که موږ خبرشو او زموږ د کنټرول وسایل وښي، چې په تلو کې له خلکو پیسې اخیستل کیږي، نو هغوی به د قانون منګولو ته وسپارو.

مونږ په دې برخه کې تراوسه پنځه کسان لویې څارنوالۍ ته هم معرفي کړي؛ زه د فساد موجودیت نه ردوم، خو خپله موټر چلوونکي او سوداګرې د دغه فساد لامل ګرځي.″


نوموړی وایي، په ځینو وختونو کې سوداګر هم له ټاکل شوي معیار څخه لوړ بارونه راوړي چې خپله د فساد یوه برخه ده.

په هرحال د فواید عامې وزارت د تلو نصبیدل ګټوربولي او وایي، چې دامهال په ټول هیواد کې د دروند بار د کنټرول لپاره ۲۴ تلې نصب شوي دي.
XS
SM
MD
LG