د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

په کابل کې ښځې ولې په ډاډه زړه پارکونو ته نشي تللای؟


د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي شکایت کوي، چې پارکونو ته د تللو دود ډیر کمزوری دی او کومې کورنۍ چې پارکونو ته ځي هلته له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کیږي.

یو شمېر ښځو او نجونو ازادۍ راډیو ته وویل، چې کله پارکونو ته ولاړ شي د ځینو نارینه و په تیره د ځوانانو له خوا په یوه ډول ځورول کیږي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ هم په ځینو مواردو کې دا ستونزه تاییدوي، خو وايي چې دوي هغه مهال دا ستونزه حل کولای شي چې خلک ورسره همکاري وکړي.

دا چې په کابل ښار کې ښځې ولې په ډاډه زړه پارکونو ته نشي تللی او هلته له کومو ستونزو سره مخامخ کیږي جمیله ظریف د کابل ښار څو پارکونو ته تللې او په اړه یې راپور برابر کړی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG