د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

"که تهران د اټم جوړولو مرحلې ته ورسیږي، مقابله به يي ګرانه وي"


د اسرائیلو دفاع وزیر یهود بارک
د اسرائیلو دفاع وزیر یهود بارک
د اسرائیلو خبري رسنیو د یهود بارک څرګندونې داسې تعبیر او تفسېر کړې چې اسرائیل د ایران په اټومي تاسیساتو باندي د حملې هڅه کوي.

لویدیځ هېوادونه تل وایي، چې تهران د اټومې وسلو د تولید په مقصد خپل اټومي پروګرام پرمخ وړې، خو ایران دا تورونه رد کړې او وایي، اټومې پروګرام یي یوازې د سوله اېزو مقصدونو لپاره دی.

د اسرائیلو دفاع وزیر یهود بارک د امنیتي افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل، د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي په پیچلتیا ډېر ښه پوهیږي او د ستونزو په ژورتیا یي هم خبر دی. خو دا ورته پرته له شکه څرګنده ده چې اټومې ستونزه که چیري پخپله رامنځ ته شي نو بي حده پیچلې او بي حده خطرناکه به وي او بشري ژوند او منابعو ته به بي حده زیان واړوي.

د اسرائیلو دفاع وزیر زیاته کړه، د دې وخت را رسیدلی چې ټوله نړۍ په متحد ډول عمل وکړي، په سیاسي لیوالتیا او متحد هدف سره د ایران اټومي پروګرام د تل لپاره بند کړي.

د اسرائیلو دفاع وزیر یهود بارک په خپلې اوږدې وینا کې وویل، اسرائیل دا مهال د بل هر وخت په نسبت، له پيچلو آزمیښتونو سره مخامخ دی.

ده زیاته کړه، مونږ ممکن د اسرائیلو د امنیت په اړه په ایماندارۍ سره سختې پریکړې وکړو. بارک په ګاونډیو عربي هیوادونو کې روانو بي ثباتیو ته هم اشاره وکړه.

د اسرائیلو یوې انټرنتې پاڼې د یوه جګ پوړې چارواکې له خولې چی نوم یي ندی په ډاګه کړی، لیکلي:

د یهود بارک دا څرګندونې ددي معنی لري چې دفاع وزیر، په قوي ارادې او لیوالتیا په ایران باندي د حملې هڅه کوي.

د اسرائیلو د صدراعظم بینیمین نتنیاهو کابینه هم غور کوي چې په راتلونکو اونیو کې په ایران باندي حمله وکړې او کنه.

اسرائیل وایي، دوي ویني چې وخت په چټکۍ سره تیرېږي او داسي وخت به راشي چې ایران خپل د یوراینمو غني کولو تاسیسات دومره ژور کړې چې د اسرائیلو بم به ورباندي اغیز ونکړې او دغه راز د ایران د اټومي پرروګرام د بندولو لپاره د لویدیځ بندیزونه هم زیات اغیزناک ندي.

د اسرائیلو د صدراعظم پخواني مرستیال شاول موفاز هم تېره اوونۍ، د کابینې له استعفی کولو څخه څو ورځې وروسته، په ایران باندي د حملې ګواښونه وکړل او په یوازې ځان یي د اسرائیلو له خوا په ایران باندي د حملې په اړه د نورو جګ پوړو چارواکو لیوالیتا غبرګه کړه. خو یو شمېر سیاست وال وایي، که چیري د ایران په اټومې تاسیساتو باندي د اسرائیلو حمله ناکامه شي، منفې غبرګون به ولري او تهران به د یوراینمو د غني کولو پروګرام نور هم چټک کړي.
XS
SM
MD
LG