د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

په باجوړ اجنسۍ کې یوې بمي چاودنې لسګونه ملکیان ووژل


د پنجشنبې پر سهار د قبائلي سیمې باجوړ اجنسۍ په سلارزو علاقه دارۍ کې یوې بمي چاودنې دیرش تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ځايي امنيتي مقامات وايي، چاودنه د سلارزو په پشت بازار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال وشوه.

د امنيتي مقاماتو د معلوماتو له مخې تر اوسه لا د چاودنې د نوعیت په باب کره شواهد نه دي ترلاسه شوي خو ګومان کیږي، چې چاودیدونکي مواد له وړاندې ځای پرځای شوي وو او دریموټ په واسطه کنترولیدل.

دولتي سرچینې په چاودنه کې د اتو تنو د مرګ او ۲۱ نورو د ټپي کیدا خبر تائيدوي او وايي، چې د پيښې ټول قربانیان ملکیان وو.

ځايي خبريال محمد حنیف چې له چاودنې وروسته سیمې ته رسیدلی وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې د بازار یو شمېر دوکانونه يې نړولي یا زیانمن کړي دي .

د باجوړ په مرکز خار کې یوه دولتي مقام چې نه یې غوښتل نوم يې واخیستل شي د تیلیفون پر لیکه ازادۍ رادیو ته وویل، امنيتي مسوولینو د چاودنې د نوعیت او اصل هدف په باب تحقیقات پيل کړي دي او تر هغې چې شواهد یې نه وي تر لاسه کړي نشي ویلی چې د چاودنې اصل هدف ملکیان و که نور څوک.

باجوړ یوه له هغو قبائلي سیمو ده چې د دولت وسله والې مخالفې ډلې پکې فعالیت لري.

په دغه قبائلي اجنسۍ کې بیلابیل امن لښکرې هم د دولت په پلوي فعالې دي او هڅه کوي څو د مخالفو وسله والو د حضور او فعالیت مخه ونيسي.

که څه هم تر اوسه ددغې چاودنې د څرنګوالي په باب څه نه دي ویل شوي او نه هم کومې سخت دریزې وسله والې ډلې څه ویلي خو ګومان کیږي چې دا چاودنه هم د همدې لړۍ یوه کړۍ وي.

په تیرو څو کلونو کې باجوړ هم یو له نا امنه قبائلي سیمو ګڼل کیده او وسله والو طالبانو پکې د پام وړ حضور درلود خو په تیرو دوو کلونو کې نه یواځې دا چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې دغه ډله تر ډيره ځپل شوې د سیمې امنيت کې هم ښه والی راغلی.
XS
SM
MD
LG