د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

"د سوريې دوه نورعالي رتبه ډيپلوماتان هم له حکومته جلا شول"


د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني
د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني
امريکا پرون تاييد کړه، چې د سوريې دوه نور عالي رتبه ډيپلوماتان هم له حکومت څخه جلا شول او دا ثابتوي چې د ولسمشر بشارالاسد ورځې په ختېمدو دي.

په سوريه کې که له يوې خوا کړکېچ په پراخېدو دى، ګڼ خلک اړ شوي ګاونډيو هېوادونو ته کډه شي.

د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني خبريالانو ته وويل: ”موږ د سوريې له حکومت څخه د عرب اماراتو او قبرص لپاره د سوريې د سفيرانو جلا کېدل تاييدو”

کارني وويل، دې وروستي حرکت وښوده چې د ولسمشر بشالاسد پر داخلي کړۍ راټول شوي چارواکي له حکومت څخه د خلکو په وړاندې د ناوړه اقداماتو له کبله په تېښته دي. ده وويل د اسد ورځې په شمار دي.

ځينو چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط رسنيو ته ويلي، لاميه حريري په قبرص او د هغې خاوند عبداللطيف الدباغ په عرب اماراتو کې د سوريې سفيران وو.

دا په داسې حال کې ده چې د عراق لپاره د سوريې سفير نواف فاريز هم روانه مياشت له حکومت څخه واوښت.

بله خوا د سوريې پوځ او ياغيانو پرون حلب ته ملاتړي ځواکونه ولېږل چې په پراخېدونکې جګړه کې برخه واخلي. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون ”له نړۍ“ څخه وغوښتل چې [په سوريه کې] د عامه وژنې مخه ونيسي.

هاخوا روسيې په داسې حال کې د سوريې په باب د لوېديځ پر پاليسۍ انتقاد کړى چې د پلازمېنې په شا و خوا کې په توغنديو سمبالو ګڼو څرخي الوتکو بمباري کړې ده، چې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي تلفات هم لري.

د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني د سوريې په شخړه کې د څرخي الوتکو له خوا بريدونه غندلي او دا يې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم د تباهۍ د عمق يوه بله نښه ګڼلې ده.

د سوريې د کړکېچ له کبله ګڼ کسان اړ شوي ګاونډيو هېوادونو ته مخه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د لبنان سفير نواف سلام پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي مقر کې وويل له سوريې څخه د خلکو کډوالي زياته شوې ده:

”د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره اټکل کوي چې يوازې د جولاى پر ١٨ مه او ١٩ مه د سوريې ١٨ زره خلک له پولو څخه لبنان ته اوښتي دي، په دې معنى چې د دوو ورځو په موده کې لبنان ته د کډوالو اوښتل نژدې ٦٠ فيصده زيات شوي. په اردن، لبنان، عراق او ترکيه کې د کډوالو چارو له ادارې سره يولک او ١٧ زره سوريايان راجسټر شوي دي. دا په يوه بشري بحران بدل شوى دى“

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وايي تېره شپه ٣٠٠ کسان له پولو ترکيې ته اوښتي دي.

ترکي چارواکو اعلان کړى چې د سوريې د کډوالو لپاره به د سرحد دروازې پرانيستې وي.
XS
SM
MD
LG