د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

ملي امنیت د یوې ورځپاڼی د امتیاز خاوند په ضمانت خوشی کړ


د ملي امنیت دعمومي ریاست ویاند مرستیال شفیق اله طاهري
د ملي امنیت دعمومي ریاست ویاند مرستیال شفیق اله طاهري
د افغانستان د ملي امنیت چارواکي وایي، ډاکټر حسین یاسا یي د پاکستان سفارت ته د زیات تګ او د سفارت له استخباراتي مامورینو سره د مشکوکو اړیکو د لرلو په تور نیولی و.

د ملي امنیت دعمومي ریاست د ویاند مرستیال شفیق اله طاهري د چهار شنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، ډاکتر یاسا اوسمهال په ضمانت خوشې شوی دی:

«حسین یاسا د ملي امنیت ځینو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره، د یوزرو درې سوه یو نویم کال د اسد دریمه د ملي امنیت له خوا غوښتل شوی و، چې د ځوابونو د ورکولو وروسته په ضمانت خوشې شوی دی.

په یاسا تور و، چې د پاکستان سفارت له استخباراتي کارکوونکو سره اړیکې لري، که نورې پوښتنې پیدا شي او د ده د غوښتلو ضرورت پیښ شي، هغه حاضر دی چې راشي او زموږ نورې پوښتنې هم ځواب کړي.»

د افغانستان د ورځپاڼې د امتیاز خاوند او د افغانستان د ملي جبهې غړی ډاکتر حسین یاسا د دوشنبې په ورځ د ملي امنیت ریاست ورغوښتی او له اته ویشتو ساعتونو کېنولو وروسته یې په ضمانت خوشې کړی دی.

هڅه مو وکړه، چې د پیښې په هکله له ډاکتر یاسا سره خبرې وکړو، خو دې له موږ سره څه ویلو ته حاضر نه شو.

د افغانستان د ملي جبهې د ملي امنیت له خوا د ډاکتر یاسا نیول، غیر قانوني ګڼلي دي.

جبهې په یو اعلامیه کې لیکلي چې دا ارګان باید د یاسا د نیولو له امله بخښنه وغواړي، خو ملي امنیت وایي، که ضرورت پیښ شي، له ښاغلي یاسا څخه به بیا هم پوښتنې وشي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG