د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

د قلعه زمان خان سړک له نهو کلونو راهیسې نه دی بشپړ شوی


د قلعه زمان خان سړک څه باندې نهه کیلو متره اوږدوالی او شپیته متره سور لري چې شااوخوا نهه کاله مخکې یې د جوړیدو کار پيل شوي خو تراوسه نه دي بشپړ شوي.

د دغې سیمې اوسیدونکي شکایت کوي، چې ښاروالۍ څلور کاله مخکې د دغه سړک د جوړیدو لپاره د دوي سلګونه کورونه وران کړي او زیاته اندازه ځمکه یې استملاک کړې خو تراوسه نه دی جوړ شوی:

"۱ زما نوم الله نظر دی او د قلعه زمان خان اوسیدونکی یم، ښاروال صاحب دا بې ځایه تقدیر نامې اخلي خو سړکونو ته یې فکر نه دی، څلور کاله مخکې ښاروالۍ د خلکو کورونه چپه کړل او تر اوسه پورې یې نه ښه او نه بد معلوم دي.

۲ موږ چې کله مریض راته پیښ شي، د موټرونو نمبرې مو اخیستي رفت امد مو تر مکروریانو پورې په څلور سوه افغانۍ بیایي راولي.

۳ که سړی سره سیاسرې یا ماشوم وي، هیڅ امکانات نشته چې سړی دلته راشي او لاړ شي."


دوي وایي، په دې سیمه کې موټر په خام سړک تګ راتګ کوي چې چاپیریال یې هم ککړ کړی دی.

د قلعه زمان خان سړک د جوړیدو تړون د هېواد وال په نوم له یوه ساختماني شرکت سره شوی چې دغه شرکت یې د کار د ځنډیدو علت د ځمکو او کورونو د نه استملاک موضوع بولي.

د هېوادوال شرکت مرستیال پښتونیار ازادۍ راډیو ته وویل، چې شرکت یې د همدې سړک د کار د ځنډیو له امله ډیر مالي زیان هم لیدلی دی:

"لوی مشکل د دې د استملاک موضوع ده چې تر اوسه د خلکو جایدادونه یا استملاک شوي نه دي یا دا چې استملاک شوي خلک قناعت نه پرې لري.

شرکت خو داسې نه شي کولای چې له خلکو سره درګیره شي، موږ اجرایه قوه هم نه یو، یوه ځای کې چې استملاک نه وي خلاص شوی څنګه به کار وشي، مونږ کار بې څه نه دی پریښی، په دې باندې هیت تعین شوی، څارنوالان راغلي او هغوي قرار صادر کړی چې ستونزه په چا کې ده."


خو کابل ښاروالۍ بیا وایي، چې د دغه سړک په اوږدو کې د کورونو او ځمکې د استملاک موضوع له پخوا نه بشپړه شوې خو زیاتوي، چې د ځند اساسي علت یې دا دی چې قراردادي شرکت له ټاکل شوې اندازې زیاتې پيسې غوښتي.

د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسي مرستیال محمد یاسین هلال ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي دا مهال یوه کمیټه جوړه کړې ترڅو د دغه سړک په لګښت له سره غور وکړي او د جوړیدو کار یې بشپړ کړي:

"اوس مهال یوازنۍ ستونزه دا ده چې د پخواني قرارداد په بیو باندې باید له سره کتنه وشي او همدا لامل دی چې د دغه سړک کار له ځنډ سره مخ دی.

دا چې ولې په تیرو کلونو کې د دغه سړک په کار کې ځنډ راغلی علت یې دا دی چې دا یوه مغلقه پروژه ده او د استملاک موضوع یې ډیر وخت ونیوه.

اوس په استملاک کې ستونزه نشته، د سړک ډیره برخه له خنډونو پاکه شوې ده."


ښاغلي هلال د دغه سړک د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل او وې ویل چې د مالیې وزارت له خوا ورته ټولې پيسې هم نه دي ورکړل شوي.

بل لورته د ولسي جرګې یوشمیر غړي په دې باور دي چې اداري فساد او د ښاروالۍ او شرکتونو ترمنځ معاملې ددی سبب شوي چې د سړکونو د جوړیدو په کار کې ځنډ رامنځ ته شي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی رمضان بشردوست په دې اړه وایي:

"زه په دې باور یم چې د حکومت د مسولینو، شرکتونو او انجوګانو ترمنځ یوسهامی شرکت جوړ شوی، دوی قصدآ دغه کارونه کوي او یوازې پیسې اخلي او کار نه کوي، دوی بیا دغه پیسې په خپل منځ کې ویشي، زمونږ ښاروال او ددې شرکت مشر یو مافیایي سیستم جوړ کړی چې په خپل منځ کې کارکوي، پیسې یې ویشي او کار هیڅ خآی ته نه رسیږي."

دا یوازې د قلعه زمان خان سړک نه دی چې کار یې نیګړی پاته دی بلکه دکابل ښار د دارالمان او کوټه سنګي ترمنځ سیمه کې هم ښاروالۍ د سړک د جوړیدو په مقصد د خلکو کورونه وران کړي خو سړک تراوسه درک نه لري.

راپور:اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG