د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د ناټو اډې دې افغان ځواکونو ته تسلیم شي


ناتو وایي، له افغانستان څخه د دوي د ځواکونو له وتلو وروسته به په دې هېواد کې د ناتو د پوځي تاسیساتو او اډو ویجاړول یا له منځه وړل د هغه ګډ کمیسیون له خوا وڅېړل شي چې مشري به یي د افغانستان د مالیې وزارت کوي.

له دې مخکې، افغان حکومت او د ولسي جرګې غړیو له ناتو څخه غوښتې وو چې له افغانستان نه له وتلو وروسته باید خپل پوځي تاسیسات یا اډې ویجاړې نه کړې او افغان حکومت ته دي تسلیم کړي.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ هم د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته وویل، د ناتو په پوځي تاسیساتو او اډو باندې زیاتې پیسې لګول شوي او دا مهال یي په ړنګولو یا له منځه وړلو هم پیسې لګول کیږي، کیدای شي چې له دي اډو او تاسیساتو څخه د مختلفو مقصدونو لپاره کار واخیستل شي:

“ موږ کولای شو له دې تاسیساتو څخه د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو لپاره کار واخلو. له دې تاسیساتو څخه د بېلابېلو سیمه اېزو ادارو لپاره کار اخیستل کیدای شي.

زه فکر کوم چې د دې اډو په جوړولو یوه اندازه پیسې لګول شوې او دا مهال به یي په ویجاړولو هم پیسې ولګولې شې”.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي دفاع وزېر ته هدایت ورکړی، چې د دې تاسیساتو د تخریب د مخنیوي لپاره دې لازمې هلې ځلې وکړې او افغان حکومت ته د دې تاسیساتو د انتقال لپاره دې د اسانتیاو برابرولو پر لارو چارو غور وکړي.

افغان چارواکي شکایت کوي، چې دوي د پوځي تاسیساتو یا اډو له مسلې څخه بهر ساتل شوې او دوي کتلې چې یو شمېر مجهزې ودانۍ او تاسیسات له کوم دلیل پرته تخریب شوي دي.

ناتو وایي، په دغو ساحو کې افغان حکومت ته فرصت ورکړ شوی او باید چې په ټاکلې مودې کې لاس په کار شي.

د ناتو ویاندې ډګرمن سېرا ګوډسن واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي، که افغان حکومت د ناتو پوځي تاسیساتو یا اډو تسلمیدو ته لیوالتیا ونه لرې، ایساف ځواکونه به له افغانستان څخه د وتلو پر مهال دا ځایونه او تاسیسات غیر پوځې کړې او بیرته به یي لومړنې حالت ته روالې.

د افغان پوځ شمېر، شاوخوا دوه لکو ته رسیدلی، خو د اکمالاتي ظرفیت د نشتوالې له وجې نشې کولای په سلونو پوځې اډې او تاسیسات په خاص ډول په غرنیو سېمو کې تر واک لاندې کړې او خپل ځواکونه خواره واره کړي.

دوي غوره ګڼې چې ځواکونه یي په څو محدودو اډو او مرکزونو کي ځاي پرځاي وي.

ناتو په تېر جون میاشت کي د سيرکو په نامه یوې کمپنۍ سره د ۵۷ میلونو ډالرو په ارزښت یودرې کلن قرارداد لاسلیک کړ چي په افغانستان کي ددوي د پوځې اډو یا تاسیساتو د تخریب پلان برابر کړي.

د ناتو په وینا، ددي پوځي اډو یا تاسیساتو یو شمېر به یي کوچنۍ شي خو نورې به یي ویجاړې شي.
XS
SM
MD
LG