د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

پنټاګون د افغان ځواکونو د امکاناتو په اړه یو مثبت تصویر وړاندې کوي


د امریکا د حساب ورکونې دفتر وايي، د دې هېواد د دفاع وزارت یا پنتاګون د افغان پولیسو او اردو د چمتوالي په درجه بندۍ کې په بدلون راوستو سره د دغو ځواکونو د امکاناتو په اړه یو مثبت تصویر وړاندې کوي.

دغه دفتر وايي، د دغو بدلونونو په نتیجه کې د افغان ځواکونو هغه یوڼیټونو چې د عملیاتو لپاره چمتو ارزیابي شوي، زیات شوي دي.

پنتاګون د روان میلادي کال په اپریل کې د متحده ایالاتو کانګریس ته په خپل راپور کې ویلي افغان پولیس او سرتیري د پام وړ ډول سره د پرمختګ په حال کې دي.

د دغه راپور پر اساس د افغان ځواکونو له هرو ۲۱۹ یونیټونو څخه ۱۵ يې دا توان لري چې په یوازې سر او د بهرنیو سلا کارو په مشورې سره په لوړه سطحه عملیات ترسره کړي.

د پولیسو په برخه کې بیا له هرو ۴۳۵ یونیټونو څخه ۴۰ يې دا توانمندي پیدا کړې ده.

د امریکا د حکومت د څار ادارې خبردارۍ ورکړی چې ګڼ شمېر اوږد مهال چلینجونه به ښايي د یوه توانمند افغان امنیتي ځواک د جوړولو پر چارو منفي اغیز وکړي.

په دغو چلینجونو کې لګښتونه، د افغان ځواکونو مهمې مسلکي نیمګړتیاوي او د وزارت په سطحه د ظرفیتونو محدودیت، شامل دي.

د امریکا د حساب ورکونې دفتر په وار وار ویلي، چې افغان حکومت د خپلو امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره محدود توان لري او په دې برخه کې زیاته تکیه پر بهرنیو مرستو ده.

د دغه دفتر د راپور له مخې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه لا هم د امنیتي ماموریتونو د ترسره کولو لپاره د ائتلافي ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.

د متحده ایالاتو د حساب ورکونې دفتر ویلي، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ستراتیژي باید پر همدغو موضوعاتو تمرکز وکړي څو د ائتلافي ځواکونو په ملاتړ باندې د افغان ځواکونو تکیه کمه شي.
XS
SM
MD
LG