د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

ولسمشر اوباما د سوریې ولسمشر ته اخطار ورکړی


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د« نیوادا» په ایالت کې د انتخاباتي مبارزې په جریان کې وویل، که د سوریې حکومت له کېمیاوي وسلو څخه استفاده وکړي، نو د سوریې رژیم او شخصاً بشار الاسد به د نړېوالې ټولنې په وړاندې مسؤل وي:

“ نن موږ پر یوه داسې ترتیب کار کوو، چې د سوریې خلک د اسد له رژیم څخه ازاد او د یوې ښې راتلونکې خاوندان شي.

د کېمیاوي وسلو د زیرمو په اړه به زموږ رژیم په مکرره توګه اسد او د هغه ملګرو ته څرګنده کړي چې نړۍ متوجه ده، که هغوي د کېمیاوي وسلو د استعمال تیروتنه وکړي نو، د نړېوالې ټولنې او امریکا له خوا به مسؤل وګڼل شي.”


د سوریې یاغیان ادعا کوي، چې حکومت د سوریې سرحدونو ته نژدې کېمیاوي وسلې انتقال کړي دي، د « ازادی سوریې د اردو» یوه افسر « قاسم سیدین» هم د دې خبرې تصدیق کړی دی، چې حکومت په سرحدي سیمو کې کېمیاوي وسلې ځای پرځای کړي دي. دا ادعا د ازادو سرچینو له خوا نه ده تائید شوې.

د سوریې د بهرنیو چارو د وزرات ویاند« مکدیسي» بیا ویلي دي چې د کورنۍ جګړې سره سره، د کېمیاوي وسلو زخیرې په بشپړه توګه د حکومت د پوځ په کنټرول کې دي او حکومت به هیڅکله د خپلو خلکو پر خلاف کېمیاوي وسلې استعمال نه کړي، نوموړی وايي:

“پرته له دې چې دا بحران کوم لور ته ځي، په روان بحران کې به هیڅکله، په هیڅ صورت د سوریې د خلکو پر خلاف د «ګڼوژني » له وسلو او نورو هر ډول «غیر متعارفو» وسلو څخه استفاده ونه شي.”

د ملګرو ملتونو عمومي منشي « بانکي مون» د سوریې له خوا د کېمیاوي وسلو تهدید د جزا وړګڼلی دی، او له نړېوالې ټولنې، څخه یې غوښتنه کړې ده چې د دغه کارد مخنیوي اقداماتو ته تیاروي.

په عین حال کې د سوریې د بشري حقونو څارونکې وايي، چې د پروسږ کال د پسرلي راهیسې، له هغه وخت څخه چې د اسد د رژيم پر خلاف مظاهرې پیل شوي دي په جګړه کې ۱۹۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

اروپايي اتحادیې د دوشنبې په ورځ د ۲۷ کسانو نومونه او د سوریې نوري درې کمپنۍ د بندیزونو په لیست کې شاملي کړي.

د اسد د رژیم پر خلاف د قیام له پیل څخه دا ۱۷ ځل دی چې اروپايي اتحادیه د سوریې پر رژیم بندیزونه لګوي.
XS
SM
MD
LG