د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

"پاکستان د افغانستان له سیاسي مجبوریو ګټه اخلي"


د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان له سیاسي مجبوریو ګټه اخلي او سوداګرۍ او ترانزیت ته یې ستونزې پيښوي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزي وایي، چې پاکستان هر کال نهه میلیونه ټنه سیمنټ د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لیږدوي خو برعکس دغه هېواد افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې هند ته خپل صادارت وکړي.

ښاغلی الکوزي چې د سې شنبې په ورځ یې د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته خبرې کولې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې خپلې یولړ نورې ستونزې داسې یادې کړې:

(زمونږ مالونه یوځل په تورخم او چمن بیا بل موټر ته اړول کیږي، بیا په پیښور کې چک کیږي او پاکستاني موټر ته اړول کیږي، دا زمونږ د تازه میوو لپاره یولوی زیان دی.

مونږ د ورځې یوکانټینر خربوزې پاکستان ته نه شو وړلای، پاکستان ورته طی مراحل سخت کړي دي، په قرارداد کې په مشخص ډول نوشته دي چې په ترانزیت باندې مالیه او محصول نشته،مګر پاکستان وايي چې نه ته به ماته ګرنټي راکوې، په یوه ورځ کې دوه سوه کانټینره راځي چې دوی شپیته له سکنر نه تیروي تراوسه مو شپیته کانتینره غوړي ورک شوي.)

نوموړی له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان ددې کار په وړاندې متقابل عمل وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته خپل مالونه ولیږدوي.

خو د سوداګرۍ وزارت بیا وایي چې له پاکستان سره په سوداګرۍ کې نه بلکې د ترانزیت په برخه کې یو لړ ستونزې لري چې د هواري لپاره یې هڅې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان تراوسه د ترانزیت په برخه کې د اپټا تړون په عملي کیدو کې ستونزې لري:

(صحی ده، مونږ له پاکستان سره ستونزې لرو،چې هغه د اپټا تړون د عملي کیدو په برخه کې دي خونور تجارت زمونږ ورسره نورمال دی، مالونه له هغې خوا هم راځي له دې خوا هم ځي، یوازې په ترانزیت کې څه مشکلات لرو چې زمونږ موټر ددوی بندرونو ته نه شي تللی خو خبرې مو ورسره کړي دي.)

نوموړی وایي چې له روژې وروسته به د اپتیکا کمیټه چې د سوداګرۍ او ترانزیت چارې څاري په اسلام اباد کې غونډه وکړي او د پاکستان له لارې به نورو هیوادونو ته د افغانستان د میوود صادراتو په اړه په کې خبرې وشی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ اوترانزیت نوی تړون د شاوخوا دوو کلونو راهیسې په دې تمه لاسلیک شوی و، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

بل خوا د مشرانو جرګې په غونډه کې یو شمیر سناتوران هم انتقادونه وکړل، چې ځینې افغان سوداګر احتکار کوي او په لوی لاس د خوراکي او غیرخوراکي موادو بیې لوړوي.

داودحساس او عبدالوهاب عرفان خپل انتقادونه داسې څرګند کړل:

(۱ زما په فکر باندې تاسې هم د خلکو لپاره څه مشکلات رامنځ ته کړي، خپله د تجارانو په منځ کې داسې کسان شته چې وایي ګازبند کړی ترڅو ددوی ګاز خرڅ شي، داسې مونږ په ډیر وار لیدلي چې تیل بند کړي او دلته تیل پورته شي.

۲ داسې سوداګر شته چې له زماني فرصتونو څخه ناوړه ګټه اخلي، مثلآ په ټوله نړۍ کې د روژې په میاشته کې بیې راټیټیږي، خو متاسفانه ځینې سوداګرۍ ددې لپاره چې په دې میاشت کې خلک ډیره سودا کوي، له دې نه ناوړه ګټه اخلي.)

د سوداګرۍ خونې مسولین هم د سناتورانو انتقادونه مني خو وایي چې حکومت باید د محتکرو سوداګرو مخه ونیسي.

خو د افغان چارواکو له بیا بیا ژمنو او اقداماتو سره سره د سوداګرۍ خونې مسولین همداراز شکایت کوي چې په هیواد کې دننه هم د سوداګرو ځینې ستونزې پرځای پاتې دي.

راپور:اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG