د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

پاکستان د افغان حکومت په مقابل کې دوه مخی سیاست غوره کړی


د افغانستان د مدني ټولنو شبکې د افغانستان پر ځینو سرحدي سیمو باندې د پاکستان راکټې بریدونه په اړه د افغان حکومت په دریځ انتقاد کوي او وايي، هغسې چې لازمه ده افغان حکومت د دغو بریدونو په ضد غبرګون نه دی ښودلی.

د دې شبکې غړو د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې کې له حکومت څخه وغوښتل، چې د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو د مخنیوي لپاره دې جدي اقدام وکړي.

د دې شبکې ویاند سید ناصر موسوي وویل، افغان دولت دې د ملګرو ملتونو او خپلو ستراتیژیکو ملګرو هېوادونو له لارې د دې مسئلې د هواري هڅه وکړي:

"له بهرنیو چارو وزارت څخه غواړو، چې دا مسله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته راجع کړي او دوهمه مسله دا چې موږ له امریکا او نورو هېوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاس لیک کړي او هغوي ژمنه کړې، چې د ستونزو په هواري کې به مرسته کوي.

نو باید دا موضوع له دې دوه لارو حل شي، یو دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په رسمي توګه وړاندې شي او بل دا چې د افغانستان ستراتیژیک ملګري، چې زیات قوت او قدرت لري، نو باید پاکستان راضي کړي، چې دا بریدونه بند کړي."


د رپوټونو له مخې، په دې وروسیتو کې له پاکستان څخه سلګونه راکټونه په ختیځو سیمو په ځانګړي توګه د کونړ او نورستان په ځینو ولسوالیو لګیدلي دي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر ور غوښتی و او په دې اړه یې خپله اندیښنه ورته څرګنده کړې وه.

په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاودید لودین ویلي و، چې دارنګه بریدونه د افغانستان او پاکستان په اړیکو منفي اغیز کوي.

د یکشنبې په ورځ د افغانستان د امنیت په شورا کې د پاکستان د راکتي بریدونو په اړه بحث وشو او امنیتي ادارو ته یي دنده وسپارله ترڅو په دې اړه یو رپوټ جوړ کړي.

بل خوا د پاکستان پوځ د افغان چارواکو هغه څرګندونې رد کړي، چې وايي، په دې حملو کې د پاکستان پوځ لاس لري.

د افغانستان د مدني ټولنو شبکې د میدان وردګو او بامیانو پر لویه لار د نا امنیو پر زیاتیدو هم اندیښنه څرګنده کړه.

دوي وایي، چې په دې لار وسله والې غلاوې، اختطافونه او وژنې زیاتې شوي، چې باید امنیتي ادارې ورته جدي پاملرنه وکړي.

خو د میدان وردګو ولایت چارواکې وایي، چې په دې لویه لار امنیتي ځواکونه پوستې لري او منظمې ګزمې کوي.

د رپوټونو له مخې په دې وروستیو کې په ټول هېواد په ځانګړي توګه د کابل په شاوخوا ولایتونو کې نا امني زیاتې شوي دي او داسې اندیښنې موجودی دي، چې دا به د کابل په امنیت هم بد اغیز وکړي.

دا اندیښنې په داسې حال کې زیاتیږي، چې ټاکل شوې د ۲۰۱۳ کال تر نیمايي پورې افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال بهیر پشبړ شي.

راپور: ذکېه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG